Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغان کډوالو سره د پاکستاني پوځیانو د ناوړه چلند له زور اخیستو شکایت

له پاکستانه د ناقانونه کډوالو د ایستول لپاره د دغه هېواد د لنډمهالي حکومت د ضرب الاجل له نږدې کېدو سره هم‌مهاله په پاکستان کې ځينې افغان کډوال طلوع‌نیوز ته وايي چې پاکستاني پوځيان په بېلابېلو پلمو هغوی نیسي او د پاکستان پرېښودو ته یې اړباسي. 

افغان کډوال په پاکستان کې له شته وضعیته شکایت لري.

پاکستان کې افغان کډوال فیض الله ترک وايي:«هغه افغانان چې په پاکستان کې له ویزې او قانونو اسنادو پرته دي، هغوی نیسي او افغانستان ته یې بېرته ستنوي.»

په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا رییس میراحمد رووف څرګندوي:«که‌چېرې افغان کډوال په بیړه پاکستان پرې نه‌ږدي د پولیسو تر فشار لاندې دي او دا په خپله دغه هېواد د پرېښودو لپاره پر کډوالو فشار دی.»

په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو اندیښنې په داسې حال کې مخ په زیاتېدو دي چې تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو د سند ایالت د کورنیو چارو له خولې ویلي دي، چې د ۱۷۰۰ افغان کډوالو په ګډون څه باندې دوه زره ناقانونه کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.

له دې سره هم‌مهاله، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل عبدالجبار تخاری هم وايي چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان له وروستۍ پرېکړې وروسته په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ځورونه ډېره شوې ده.

نوموړی دغه راز زیاتوي، چې دا مهال تر زرو ډېر افغان کډوال، چې قانوني اسناد لري، په بند کې دي.

د پاکستان په کراچۍ د اسلامي امارت کونسل عبدالجبار تخاري وویل:«د یوې میاشتې په اوږدو کې څه باندې ۱۲۰ کډوالو پاکستان پرېښی او هېواد ته راستانه شوي دي.»
 
بلخوا، د سیاسي چارو ځیني شنوونکي په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ناسم چلند زیاتېدل داسې ارزوي.

د سیاسي چارو شنونکی بلال باور وايي:«دا بحث تر ډېره سیاسی دی چې هم د پاکستان عامه افکار منحرف کړي او هم پر اسلامي امارت فشار راوړي او هم په سیمه کې د امریکا سیاستونه عملي کړي.» 

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ په ګډون د دغه سازمان کارپوهانو د روان کال د نومبر په لومړۍ نېټه له دغه هېواده د یو مېلیون او ۴۰۰ زرو افغان کډوالو د ایستلو په اړه د اسلام اباد د پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه