په پاکستان کې ځينې افغان کډوالو ویلي چې د کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان د لنډمهالي حکومت له لوري د ټاکل شوي ضرب الاجل له نږدې سره هممهاله، په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیولو هم زور اخیستی دی.
د افغان کډوالو پر وینا، د کډوالو وضعیت له پخوا ډېر ستونزمن شوی دی.
په پاکستان کې افغان کډوال بیژن حسیني په دې هکله وايي:«په دې وروستیو کې د تېر پرتله پاکستاني پولیس افغان کډوال ډېر ځوروي او پولیس په ښارګوټو کې افغان کډوالو پسې ګرځي.»
په پاکستان کې افغان کډوال محمد امید هم وویل:«دلته په پاکستان کې افغان کډوال له ډېرو سختو ستونزو سره مخ دي او د دغه هېواد پولیس د کډوالو پر کورونو چاپې وهي او له نیولو وروسته يې زندانونو ته لېږدوي.»
ورته مهال د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل عبدالجبار تخاري وايي، د پاکستاني نظامیانو له خوا د افغان کډوالو ځورونه لا هم دوام لري.
د نوموړي په وینا، په تېره یوه میاشت کې تر ۱۲۰ زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه وتلي دي.
عبدالجبار تخاري څرګنده کړه:«په دې موده کې له ۱۲۰ زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه وتلي دي او لا هم دا لړۍ دوام لري. موږ له پاکستان حکومته غواړو، چې دغه ضرب الاجل اوږد کړي ترڅو کډوال په منظم ډول له دغه هېواده ووځي.»
بلخوا د کډوالو د حقونو ځیني فعالان ټینګار کوي، چې اسلامي امارت باید په ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
په پاکستان کې د کډوالو د حقونو فعال میر احمد رووفي وايي:«په پاکستان کې افغان کډوال د خپل راتلونکي سرنوشت په اړه اندېښمن دي او پاکستان حکومت باید د نړیوالو قوانینو په رڼا کې له کډوالو سره چلند وکړي.»
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت د کونسل د شمېرو له مخې، اوسمهال څه باندې ۱۰۰۰ افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي او تر ۵۰۰ ډېر نور کډوال له بندخونو ازاد شوي دي.
په دې اړه مو اندونه