Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان کې د افغان کډوالو ناوړه حالت؛ اندیښنی په ډیریدو دي

سره له دې چې، له پاکستانه د افغان کډوالو د وېستنې په تړاو د دغه هېواد د حکومت د ضرب الاجل پای ته ۴ ورځې پاتې دي په دغه هېواد کې یو شمېر افغان کډوال پر نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو نیوکې کوي چې، ستونزو ته یې هېڅ پام نه کوي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا سره له دې چې، په دغه هېواد کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو پر ځورول کېدو نیوکې لري زیاتوي، د پاکستان دولت اوس افغان کډوال له خپلو کورونو او هټیو وباسي.

پاکستان کې د افغان کډوالو شورا غړي، سیال محمد وصال و ویل: «ټولو هغو افغانانو چې په هټیو کې کار کاوه ایستل شوي دي او هټۍ یې ورته تړلي دي، له کورونو یې ایستلي دي او هیڅ ځای کې خلک سرپناه نه ورکوي. د پاکستان حکومت په دې موضوع ښه په جدیت کار کوي.»
پاکستان کې مېشتې افغان کډوالې، حدیثې طلوع نیوز ته و ویل: «هغه ناسم چلند کې د پاکستان پولیس یې له افغان کډوالو سره کوي او د پاکستان حکومت امر کړی چې افغان کډوالو ته باید کورونه په کرایه ورنکړ شي او هټۍ یې هم وتړل شي.»    

په پاکستان کې د اسلامي امارت سرکونسل وايي، په دغه هېواد کې داسې افغانان هم د پولیسو له لوري نیول شوي چې، د اوسېدو لپاره قانوني اسنادو لري.
نوموړی د پاکستان له حکومته غواړي چې، افغان کډوالو ته نور وخت هم ورکړي.

پاکستان کې د اسلامي امارت سرکونسل، عبدالجبار تخاري و ویل: «زموږ غوښتنه دا د چې د پاکستان حکومت یو څه نرمښت وښیي او موږ له پاکستان حکومت غوښتي چې افغانانو لپاره یې ټاکلی وخت ډېر کم دی او افغان کډوال په دې موده کې له پاکستان نه شي ستنېدلی.»

د کډالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني و ویل: « موږ له پاکستاني چارواکو سره وخت ناوخت ناستې کړي دي او دا ستونزې مو ورسره شریکې کړي دي. تر دې دمه کومې مثبتې پایلې ته نه یو رسېدلي او موږ هیله من یو چې پاکستاني چارواکي به په دغه پریکړه له سره غور وکړي.»

د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر وايي، تر دې وروسته افغان کډوال نشي کولی له دغه هېواده ډالر وباسي او یوازې د ۵۰ زره افغانیو د لېږدولو اجازه لري.

د پاکستان لنډمهالي حکومت کورنیو چارو وزیر، سرفراز بوګټي و ویل: « دا ناشونې ده چې، څوک له دې ځایه ډالر له ځانه سره یوسي. هېڅ ډول قاچاق ته به اجازه ورنکړ شي. لکه څنګه مې چې تاسو ته وویل، هغوی اجازه لري چې، ۵۰ زره افغانۍ له ځانونو سره یوسي.»

د ویلو ده چې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د چهارشنبې په ورځ ویلي چې، د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

شریک یي کړئ