د افغانستان بانک سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره کتلي دي.
د افغانستان بانک او ملګرو ملتونو دې استازې ترمنځ لېدنه کې په افغانستان کې د کوچنیو تشبثاتو اسلامي مالي تمویل د ودې په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې شوي دي.
د افغانستان بانک ویاند، حسیب الله نوري و ویل: «د سیمې په هېوادونو کې هغه وګړي چې غواړي کوچني کاروبارونه پیل کړي کولی شي له دې ډول موسساتو څخه په ډېرې اسانی سره اسلامي مالي تمویل ترلاسه کړي.»
د اقتصادي چارو ځيني شنونکي بیا په دې باور دي چې د اقتصادي ودې او د بې وزلۍ راکمولو لپاره د متشبثینو ملاتړ مهم دی.
اقتصاد پوه، سید مسعود و ویل: «همدا واړه تجارتونه دي چې د هېواد اقتصاد څرخ په حرکت راولي، که د تجارتونه د حکومت له لوري ملاتړ شي هېواد کې د بیوزلۍ او بیکارۍ ستونزه حل کولی شي.»
د هېواد اقتصاد وزارت بیا وايي، د بې وزلۍ د جرړو د ایستلو لپاره هڅه کوي چې هېواد ته لا زیاتې پانګونې را جلب کړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري و ویل: «زموږ هڅه دا ده چې د اسانتیاوو په چمتو کولو سره پانکه را جلب کړو او زموږ هېوادوال له دې اسانتیاوو چې د امنیت او اقتصاد برخه کې رامنځته شوي استفاده وکړي او د هېواد د ننه د اقتصادي ودې لپاره پانګونه وکړي.»
اخوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې بیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست سره په کتنه کې ویلي، د روانې اکټوبر میاشتې په ۳۰مه به د مرستو په موخه د بیلابیلو بنسټونو، بانکونو او مرستندویه هېوادونو په حضور کې یوه غونډه ترسره شي.