د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، افغانستان کې د ښځو حقونو خوندیتوب به له سرپرست حکومت سره په رسمیت پیژندنه کې هم مرسته وکړي.
رېچارډ بېنټ له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان له اوسنیو واکمانانو غوښتي چې د ښځو حقونه او خپلواکي په رسمیت وپیژني.
ښاغلی بېنټ، په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت اندېښمنوونکی بولي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، رېچارډ بېنټ و ویل: «غواړم ووایم چې که د افغانستان اوسني واکمنان د ښځو حقونه او خپلواکي په رسمیت وپیژني، د رسمیت پیژندنې او مشروعیت لپاره به یو مهم ګام پورته شي، دا د بشپړې رسمیت پیژندنې په مانا نه ده او زه نه غواړم چې دغه کلمه و کاروم.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی، زیاتوي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې تبعیض، د نړۍوالې ټولنې په کچه اندیښنې پیدا کړې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، رېچارډ بېنټ و ویل:«د هغوی د ارزونو پر بنسټ، افغانستان د نجونو او ښځو د وضعیت له پلوه د نړۍ په وروستۍ درجه کې دی، دا په دې مانا چې افغانستان د نړۍ په کچه د نجونو او ښځو د ښه وضعیت له امله د نړۍ د ۱۷۷ هېوادونو په کتار کې ۱۷۷ یا وروستۍ مقام خپل کړی دی. دا ډول وضعیت او د ښځو پر وړاندې تبعیض په نړۍواله کچه ډیرې اندیښنې پیدا کړې دي.»
بېنټ د خپلو خبرو په پای کې، له اسلامي امارت وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر وړاندې پخپلو پالیسیو کې بدلون راوړي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دریځ ته په کتو خپل اصول او معیارونه برابر کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، رېچارډ بېنټ و ویل:«طالبان باید بشري حقونو ته درناوی وکړي او افغانستان په ملګرو ملتونو کې یو موقف لري او د خپل دریځ پر بنسټ باید خپل ټول معیارونه او اصول برابر کړي چې دا ډیره مهمه ده.»
بېنټ، داسې مهال دغه خبرې کوي چې اسلامي امارت تل په هېواد کې د ښځو د حقونو نقض رد کړی او زیاته کړې یې ده چې د نجونو او ښځو حقونه د شریعت په رڼا کې خوندي دي.
په دې اړه مو اندونه