Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښوونځیو بیا پرانیستلو په اړه د نجونو بیا بیا غوښتنې

له شپږم ټولګي څخه د پورته صنفونو يو شمېر ښځينه زده کوونکي يو ځل بيا په هېواد کې د ښوونځيو د نه پرانستلو په اړه اندیښنه څرګندوي.

نوولس کلنې ملکې پخپل ذهن کې له کلونو راهیسې د ډاکټرې کېدو خوبونه ساتلي وو  وایي، اته سوه ورځې مخکې د لسم ټولګي زده کوونکې وه خو اوس ښوونځي ته له تګ راګرځولې شوې ده.

زده کوونکې، ملکې و ویل: «زه له ښوونځي پاتې شوم او ټولې هیلې مې له خاورو سره خاورې شوې او اوس هیڅ هیله نشم کولی. کوم درسونه مو چې ویلي هغه یوازې د یو خوب په څېر پاتې شول.»

د ملکې په څېر نورې نجونې هم شته چې له خپل ناڅرګنده راتلونکي اندیښنه لري.
دوی یو ځل بیا له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانیزي.

زده کوونکې، مروې طلوع نیوز ته و ویل: «له اسلامي امارت څخه زما غوښتنه دا ده چې له ښځو څخه اخیستل شوي حقونه بیرته ورکړي ځکه نر او ښځه دواړه د زده کړو حق لري.»
بلې زده کوونکې، فهیمې په دې اړه داسې څرګنده کړه: «که ښوونځي خلاص وای سږ کال به مې وروستی کال و او فارغه شوې به وای خو اوس هر وخت همدا هیله کوم چې زموږ ښوونځي بېرته پرانیستل شي.»

له دې سره سم، د اسیا پاسفیک سیمې لپاره د ملګرو ملتونو یوې لوړ پوړې چارواکې د جاپان له یوه خبري آژانس سره په خبرو کې د افغانستان د نجونو او ښځو وضعیت اندیښمنوونکی بللی دی.
هغې د نړۍ د ټولو هېوادونو له مشرانو غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو د مستقیم ملاتړ په موخه د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره مذاکراتو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د اسیا پاسفیک دفتر مدیرې، کاني وېګناراجا و ویل: «په ډاډ سره افغان نجونو او ښځو ته دا احساس ورکول غواړم چې نړۍ تاسې ویني. که کلتور خلکو ته صدمه رسوي یا یې له منځه وړي، دغه کلتور باید بدل شي او له نړۍ غواړم چې پر طالبانو فشار راوړي څو د ښځو پر وړاندې خپله پالیسي بدله کړي.»

د ښځو د حقونو چارو فعالې، تفسیر سیاه پوش و ویل: «موږ نه  غواړو چې نړۍوال یوازې په شعارونو بسنه وکړي باید د افغانستان خلکو ترڅنګ ودریږي او هغه غوښتنې چې اسلامي امارت یې لري له دې امله ورته رسېدنه وکړي چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي.»

خو اسلامي امارت ټینګار کوي چې د نجونو او ښځو د کار او زده کړو د حقونو تامینولو لپاره ظرفیت جوړونې او فرصت ته اړتیا ده.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: «باید وخت هم راکړ شي او امکانات هم ولرو، که هغوی له اړوندو بنسټونو سره خبرې وکړي ښایي یو څه پرمختګ ولرو خو په هر صورت زه په ټولییز ډول وایم چې چا د نجونو له زده کړو انکار نه دی کړی خو باید یو څه وخت راکړ شي.»

اخوا، د کابل لپاره د امریکا سفارت هم د بشري حقونو د اعلامیې د ۷۵ کلیزې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه په ټوله نړۍ کې د زده کړو او تحصیل لپاره د زمینې پر برابرېدو ټینکار کړی او زیاته کړې یې ده چې اوس یې وخت دی چې پر زده کړو د سمبالې نړۍ پر لور ګام واخیستل شي.

شریک یي کړئ