Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا: له پاکستانه د کډوالو ایستل د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري پیدا کوي

د اسلامي امارت ویاند ویلي چې د له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باروۍ فضا لا زیاته کړي.

ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو دغه ادعا چې ګواکې افغان خاوره د هغوی پر ضد کارول کیږي، بې بنسټه بولي او په پاکستان کې د نا امنۍ مسئله د هغوی خپله ستونزه بولي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: «د پاکستان لوري لخوا ځینې کړنې، خبرې او حرکتونو د دې سبب کیږي چې په افغانستان کې د خلکو کرکه رامنځته شي او پر حکومت یې مشکوک وي، شکایت وکړي او حتا بد بین و اوسي، موږ دا فضا نه غواړو ځکه دواړو غاړو ته زیان اړوي.»

له دې مخکې د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر ادعا کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه او روزنیز مرکزونه فعال دي.
جان اڅکزي په یوه خبري ناسته کې د دغې موضوع په تړاو د اندېښنې څرګندولو سربیره ویلي د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو لړۍ به دوام پیدا کړي.

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر، جان اڅکزي و ویل: «موږ له افغانستانه تمه لرو چې هغه پاکستانیان چې په قانوني بڼه هلته اوسیږي، موږ ته یې تسلیم کړي. دا زموږ حق دی ځکه هغوی پاکستان ته ګواښ دی. هغوی هلته پټنځایونه او مرکزونه لري، روزنیز مرکزونه یې هلته دي. تاسې وایئ چې افغان خاوره د چا پر ضد نه کارول کیږي خو د افغانستان خاوره زموږ پر ضد کاریږي، دا یو حقیقت دی.»

ورته مهال، یوې پاکستانۍ رسنۍ لیکلي چې د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې نور به په نړۍوال سټیج له طالبانو ملاتړ نه کوي.

دغې رسنۍ لیکلي چې: «له دې امله چې د دواړو ګاونډیو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي، پاکستان به د افغانستان د طالبانو لنډمهالي دولت ته هیڅ ډول ځانګړي امتیازات ور نه کړي. په ظاهرۍ توګه د پاکستان په پالیسۍ کې دغه بیړنۍ بدلون ددې لامل شوی چې د نړۍوالې ټولنې له لورې د افغانستان د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندنې چانسونه د تېر پرتله ډير راکم شي.»

اخوا، د پاکستان د جمعیت علمای اسلامي ګوند مشر د افغان کډوالو د ایستلو موضوع دوه اړخیزه بولي او په دې تړاو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د یوه ګډ کمیسیون د جوړېدو غوښتنه کوي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن و ویل: « موږ ورته دا وړاندیز کوو چې یو دوه اړخیزه کمیسیون باید جوړ شي څو دغه کمیسیون دوه اړخیزې خبرې وکړي او حل لار پیدا کړي. که موږ یا هغوی په یوازې توګه پریکړه وکړو نو زموږ ترمنځ به ترینګلتیاوې رامنځته شي. نه یې افغانستان زغملی شي او نه یې هم پاکستان. دا زموږ په ګټه ده چې یو ګډ کمیسیون جوړ کړو څو جنجالي مسایل پکې حل کړو.»

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر د تېرې چهارشنبې پر ورځ ادعا کړې وه چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي خو دغه موضوع تل د اسلامي امارت له لوري رد شوې او بې بنسټه یې بللې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه