تاجیکستان کې د د افغانستان لویې کونسلګرۍ سرپرست وایي چې په مستقیم ډول د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت تر څار لاندې فعالیت کوي.
نقیب الله دهقان زاده وایي چې په کونسلګرۍ کې افغانانو ته په عادي ډول کونسلي خدمات وړاندې کیږي.
د تاجېکستان په خاروغ ښار کې د افغانستان د کونسلګرۍ سرپرست، نقیب الله دهقان زاده وایي: «د تاجیکستان په خاروغ ښار کې د افغانستان جنرل کونسلګري په خپلواکه توګه بهرنیو چارو وزارت د هدایت پر بنسټ فعالیت کوي او د خپلو قوانینو او صلاحیتونو په رڼا کې فعالیت کوي او کونسلي خدمات وړاندې کوي.»
اخوا یو شمېر پخواني ډيپلوماټان بیا د دهقان زاده د څرګندونو په تړاو داسې لیدلوري لري.
پخوانی ډیپلوماټ، نورالله راغي وایي: «د خاروغ کونسلګري د افغانستان تر ټولو بې ارزښته کونسلګري ده او فعالیت یې ځکه محدود دی چې هلته اوس افغانان نشته، لرې پرته سیمه ده او د طالبانو او تاجیکستات ترمنځ رسمي اړیکې هم نشته.»
پخواني ډيپلوماټ، عزیز معارج و ویل: «تاجیکستان کې د سفیر او جنرل کونسل ترمنځ چې کومې ناندرۍ رامنځته شوي دي، دا به برعکس مثبت اغیز ولري ځکه دا ستونزې په سفارتونو که نه حل کیږي او نه هم په جنرل کونسلګریو کې.»
څه موده مخکې په خواله رسنیو کې یو لیک لاس په لاس کیده چې ګواکې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د تاجیکستان پلازمینې دوشنبه کې د افغانستان سفارت ته لیکلی او په هغه کې یې فیض الله د ډیپلوماټیک پلاوي د لومړي سکرتر په توګه ګومارلی دی، خو د بهرنیو چارو وزارت بیا دغه لیک رد کړ او هغه یې جعلي وباله.
په دې اړه مو اندونه