Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ندامحمد ندیم: تخصص په یوې ټولنه کې بنسټيز اصل دی

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په کابل کې د افغان نړۍوال پوهنتون کې د ماسترۍ او دوکتورا دورو د پېل په پرانیستغونډه کې وايي چې تخصص په یوې ټولنه کې بنسټيز اصل دی.

ښاغلی ندیم زیاتوي چې دم‌ګړۍ په هېواد کې په هره برخه کې متخصص او مسلکي کسانو ته اړتیا ده.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ویلي:«تخصص په یوې جامعه کې مهم او ضروري دي، بې له تخصصه دغسې ګډ وډ ژوند تېرول، هغه ټولنه هغه ولس هغه نظام، هغه ملک د کامیابۍ لور ته نه‌ځي.»

ورته مهال په دغو مراسمو کې، د افغان نړۍوال پوهنتون رییس وایي چې په درېیو پوهنځيو یعنې طب، انجنیرۍ او کرنې پوهنځیو کې یې په یوولسو برخو کې خپل پروګرامونه پېل کړي دي.

د افغان نړۍوال پوهنتون رییس رفیع الله عطاء وايي:«د افغان نړۍوال پوهنتون اوس مهال، ۱۱ پروګرامونه پېل کړي چې څلور یې د دوکتورا او ۸ یې د ماسټرۍ په کچه دي، په همدې مناسبت ټولو هغو ښاغلو ته چې دغو پروګرامونو ته بریالي شوي د زړه له تله هرکلی وایم.»

بلخوا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست د عصري او دیني زده‌کړو ترمنځ د واټن پر له منځه وړلو ټينګار کوي او په دیني او عصري برخو کې له متخصصو کسانو غواړي چې د یو بل نظریاتو ته درناوی وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب الله حقاني څرګندوي:«که څوک په دیني علومو سمبال دي، د دیني علومو ماهرین دي او که څوک په دنیوي علومو سمبال دي او ماهرین دي چې دواړه د ورروڼو په شان سره ژوند وکړي.»

د کور او ښارجوړونې وزارت سرپرست حمدالله نعماني هم وايي:«تعلیم انسان ته تر نورو شیانو دومره غټ امتیاز لري او الله (ج) ته هم محترم دی، خلکو ته هم محترم دی هغه په دغه خاطر لري چې دی، په دغه لاره کې ځان وژلی شي.»

بلخوا، یو شمېر محصلان له اسلامي امارته غواړي چې د دغو پروګرامونو فیس کم کړي.

د دوکتورا محصل نوید احمد طلوع‌نیوز ته وايي:«زموږ وړاندیز دا دی چې د دوکتورا محصلینو ته فیس چې ۶۵ زره افغانۍ دی، په دې برخه دې لږ غور وشي.»

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست دغه راز زیاتوي، چې په تحصیلي برخه کې د هېواد ستونزې پای ته رسېدلي دي او اړتیا نشته چې له دې وروسته ځوانان د تحصیل لپاره بهر ته ولاړ شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست د عصري او دیني زده‌کړو ترمنځ د واټن پر له منځه وړلو ټينګار کوي او په دیني او عصري برخو کې له متخصصو کسانو غواړي چې د یو بل نظریاتو ته درناوی وکړي.

تصویر بندانگشتی

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په کابل کې د افغان نړۍوال پوهنتون کې د ماسترۍ او دوکتورا دورو د پېل په پرانیستغونډه کې وايي چې تخصص په یوې ټولنه کې بنسټيز اصل دی.

ښاغلی ندیم زیاتوي چې دم‌ګړۍ په هېواد کې په هره برخه کې متخصص او مسلکي کسانو ته اړتیا ده.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ویلي:«تخصص په یوې جامعه کې مهم او ضروري دي، بې له تخصصه دغسې ګډ وډ ژوند تېرول، هغه ټولنه هغه ولس هغه نظام، هغه ملک د کامیابۍ لور ته نه‌ځي.»

ورته مهال په دغو مراسمو کې، د افغان نړۍوال پوهنتون رییس وایي چې په درېیو پوهنځيو یعنې طب، انجنیرۍ او کرنې پوهنځیو کې یې په یوولسو برخو کې خپل پروګرامونه پېل کړي دي.

د افغان نړۍوال پوهنتون رییس رفیع الله عطاء وايي:«د افغان نړۍوال پوهنتون اوس مهال، ۱۱ پروګرامونه پېل کړي چې څلور یې د دوکتورا او ۸ یې د ماسټرۍ په کچه دي، په همدې مناسبت ټولو هغو ښاغلو ته چې دغو پروګرامونو ته بریالي شوي د زړه له تله هرکلی وایم.»

بلخوا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست د عصري او دیني زده‌کړو ترمنځ د واټن پر له منځه وړلو ټينګار کوي او په دیني او عصري برخو کې له متخصصو کسانو غواړي چې د یو بل نظریاتو ته درناوی وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب الله حقاني څرګندوي:«که څوک په دیني علومو سمبال دي، د دیني علومو ماهرین دي او که څوک په دنیوي علومو سمبال دي او ماهرین دي چې دواړه د ورروڼو په شان سره ژوند وکړي.»

د کور او ښارجوړونې وزارت سرپرست حمدالله نعماني هم وايي:«تعلیم انسان ته تر نورو شیانو دومره غټ امتیاز لري او الله (ج) ته هم محترم دی، خلکو ته هم محترم دی هغه په دغه خاطر لري چې دی، په دغه لاره کې ځان وژلی شي.»

بلخوا، یو شمېر محصلان له اسلامي امارته غواړي چې د دغو پروګرامونو فیس کم کړي.

د دوکتورا محصل نوید احمد طلوع‌نیوز ته وايي:«زموږ وړاندیز دا دی چې د دوکتورا محصلینو ته فیس چې ۶۵ زره افغانۍ دی، په دې برخه دې لږ غور وشي.»

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست دغه راز زیاتوي، چې په تحصیلي برخه کې د هېواد ستونزې پای ته رسېدلي دي او اړتیا نشته چې له دې وروسته ځوانان د تحصیل لپاره بهر ته ولاړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه