کابل کې د خدیجةالکبرا ملي او نړۍوال نندارتون کې د سوداګرو ښځو له لوري ۷۸ تړونونه او دولس هوکړې شوي دي.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د دغه نندارتون له ترسره کولو یې موخه په ۳۴ ولایتونو کې د سوداګریز کمربند رامنځته کول دي.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه، سلما یوسفزۍ وایي: «د خدیجةالکبرا نندارتون ټوله موخه د سوداګرو ښځو منسجم کول وو، او په عین وخت کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه یې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.»
ځینې هغه ښځې چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی، د خپلو محصولاتو لپاره د بازارموندنې په موخه د دا ډول نندارتونونو جوړول ګټور بولي.
په خدیجةالکبرا نندارتون کې ګډونوالې، فاطمې وویل: «له نیکه مرغه د ولایتونو او مرکز د ښځو او د صنایعو خونو له لوري د ښځو لپاره ډېرې زیاتې اسانتیاوې رامنځ ته شوي دي، ژر او په اسانه توګه د افغانستان تولیدات د خپلو ویب پاڼو او کانالونو له لارې بهرنیانو ته رسوي.»
په یاد نندارتون کې یوې بلې ګډونوالې، بصیرې څرګنده کړه: « دغه نندارتون د سوداګرو ښځو لپاره چې غواړي سوداګري پیل کړي یو ښه پروګرام وه.»
بل لور ته، ځينې سوداګرې ښځې له اسلامي امارته غواړي چې د هغوی ملاتړ وکړي.
په نندارتون کې ګډونوالې، صدف څرګنده کړه: « له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې په دغه برخه کې ښځو ته لا نورې اسانتیاوې برابرې کړي او همداشان خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.»
یوې بلې ګډونوالې، زهرا محمدي بیا وویل: « غوښتنه مو دا ده چې د ښځو لپاره دغسې نندارتونونه ترسره کړي چې خپلې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي.»
دغه نندارتون ۷ ورځې دوام درلود چې د ۳۴ ولایتونو سوداګرو ښځو په کې خپل محصولات او تولیدات نندارې ته ایښي وو.
په دې اړه مو اندونه