Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه: سوداګریز مسایل باید سیاسي نه‌شي

د چمن - کویټې د لارې د بندېدو پر دوام، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې سوداګریز مسایل باید سیاسي نه‌شي.

کندهار کې یو شمېر سوداګر هم وایي چې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر وړاندې د خنډونو جوړول، د دواړو هېوادونو ولسونو ته زیان رسوي.

د چمن- کوټې تر منځ لار د دوشنې په ورځ پر سپین بولدک دروازه د پاسپورټ په وسیله د تګ راتګ په غبرګون کې یوه لاریون په ترڅ کې وتړل شوه.

ورته مهال، د کندهار سوداګر له اعتراض کوونکو غواړي، چې له خنډ پرته د سوداګریزو توکو پر مخ لار خوشې کړي.

د کندهار د وچې مېوې ټولنې رییس عبدالاحد صديقي طلوع‌نیوز ته وايي:«د لارې بندېدل مطلقاً دا د ولسونو په تاوان دي، نو له پرلت کوونکو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د مالونو تګ راتګ ته اجازه ورکړي.»

کندهار کې سوداګر مسعود احمد راحت هم څرګنده کړه:«د وردګو مڼې دي، د کندهار انار دي، یا زموږ نورې وچې مېوې دي چې پاکستان ته ځي، یا وچې مېوې مو دي چې هندوستان او نورو هېوادونو ته ځي، یا زموږ هغه مالونه دي چې د پاکستان د حکومت له خوا په کراچۍ کې درول شوي وو.»

بلخوا د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان هم وايي د سوداګرۍ زیانمنېدل به د دواړو هېوادونو د اوسېدونکو لپاره ستونزې نورې هم زیاتې کړي. دوی غوښتنه کوي، چې له سوداګرۍ باید د سیاسي فشارونو په توګه ګټه وانه‌خیستل شي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بنا وویل:«زموږ هیله دا ده چې دواړه حکومتونه د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان اسلامي جمهوریت، په خپل منځ کې سره کېني او ترڅنګ یې زموږ د سوداګرو یو ګروپ، یوه ګمېټه وټاکل شي او د چمن پرلت کوونکو سره خبرې وکړي.»

له تېرې ورځې راهیسې د پاکستان په چمن کې پر مېوو بار شاوخوا ۳۰۰ موټر او همداراز سپین بولدک کې پر انارو او وچه مېوه بار ګڼ شمېر لارۍ درېدلې دي، د مسوولانو په خبره، که لار همداسې بنده پاتې شي، ټولې مېوې به له منځه ولاړې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه