د ۱۴۰۲ هجري- لمریز کال د ښوونځیو د کلنۍ ازموینې له پیلېدو سره د شپږم ټولګي زدهکوونکې نجونې له دې امله ناهیلې دي چې، راتلونکی کال به له زدهکړو محرومې وي.
زدهکوونکې نجونې وايي وېره لري چې په راتلوونکي کال کې به د زدهکړو دوام ته به اجازه ورنهکړل شي او کنه؟
۱۲ کلنه زهرا د شپږم ټولګي زدهډکوونکې ده او د سبانۍ ازموینې لپاره تیاری نیسي د طلوعنیوز خبریال ته وايي:«کله چې ښوونکی پارچه را کوي ډېره نارامه یم، ذهنم مې په دې بوختېږي چې زموږ د ازموینې څو ورځې پاتې دي او خلاصېږي، کهچېرې موږ درس ووایوو کولای شو چې ټولنه جوړه کړو.»
د شپږم ټولګي یو شمېر زدهکوونکې نجونې له سرپرست حکومته غواړي چې، د نجونو د پاتې ښوونځیو دروازې هم پرانېزي.
زدهکوونکې نرګس څرګندوي:«ډېره خپه یم؛ ځکه د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي، ټولې نجونې خپه دي کله چې زموږ ښوونځي رخصتېږي، نور نهشو کولای چې درس ووایوو.»
بله زدهکوونکې شکیبا هم وویل:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیزي او ټولو نجونو ته د ښوونځي اجازه ورکړي.»
سره له دې چې، اسلامي امارت په دې تړاو تازه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې مخکې یې په ډاګه کړې وه چې، د نجونو د زدهکړو د دوام لپاره د زمینې د برابرېدو په تړاو هڅې روانې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د لړم پر شپاړمه په دې هکله ویلي و:«باید وخت هم ورکړل شي او امکانات هم په لاس کې ولرو. کهچېرې هغوی له اړوندو بنسټونو سره خبرې وکړي ښايي پرمختګونه ولرو، په هر صورت زه کلي خبرې کوم چې څوک د نجونو له زدهکړو او د ښځو له کاره انکار نه دی کړی؛ خو ظرفیت باید جوړ کړل شي او لږ وخت ورکړل شي.»
له څه باندې دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د زده کوونکو نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي او د دغې موضوع په تړاو لا هم کورني او بهرني غبرګونونه دوام لري.