Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو پر عریضې د پاکستان د سترې محکمې پرېکړه

د پاکستان ستره محکمه به د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د عریضې په هکله د ډیسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه پرېکړه وکړي.

پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغې عریضې د ارزونې لپاره د یاد هېواد د سترې محکمې د دوو قاضیانو یحیی افریدي او عایشه ملک په ګډون د ستر قاضي سردار طارق مسعود په مشرۍ یو پلاوی هم ټاکل شوی. 

دغه عریضه د افراسیاب خټک، محسن داوړ، فرصت الله بابر، ایمان زینب مزارۍ، سناتور مشتاق احمد، امنه مسعود جنجوعه، محمد جبران ناصر، احمد شبر، او عمران شفیق په ګډون د پاکستان د ځینو سیاسي مشرانو او د بشري حقونو د فعالانو له لوري د یاد هېواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو په غبرګون کې شوې ده. 

په دغه عریضه کې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه چې د څو لسیزو راهیسې په دغه هېواد کې ژوند کوي د قوانینو پر خلاف او غیر انساني بللې ده. 

دوی په دغه عریضه کې د پاکستان د لنډمهالي حکومت څخه غوښتي چې د هغو افغانانو د نیولو، ځورولو او ایستلو څخه لاس واخلي چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه