Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سراج الدین حقاني: پاکستان خپلې ښې کړنې په بدیو بدلې کړې

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني، غزني ولایت ته په سفر کې ویلي چې پاکستان د افغان کډوالو د کوربه هېواد په توګه خپلې ټولې ښې کړنې په دښمنۍ بدلې کړې دي.

 هغه د غزني ولایت له قومي مشرانو او ځوانانو سره په لیدنه کې دغه راز ویلي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د ټولو ملي او نړیوالو قوانینو خلاف کار دی

.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست، زیاته کړې: « اوسنۍ پرېکړه غیر عادلانه پرېکړه وشوه په داسې ډول چې د ټول عمر ښیګیڼه یې په بدۍ او دوښمنۍ بدله کړه چې د نړۍ د ټولو نورمونو خلاف وه.»

په دې غونډه کې د غزني والي له ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه د دغه ولایت له اوسېدونکو وغوښتل چې له راستنېدونکو سره تر خپله وسه همکاري وکړي.

د غزني والي، محمد امین عمري وویل: «په ټول ولس غږ کوو چې جلسې به جوړیږي، په ټولو ولسوالیو کې به وخت په وخت د دغو کډوالو لپاره ناستې ترسره کیږي.» 

پر دې سربېره، د غزني ولایت یو شمېر مخور وايي، چې دغه ولایت باید د اسلامي امارت د چارواکو له سترګو لېرې نه وي او دغه ولایت ته باید زیاته پاملرنه وشي.
  
تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت سرپرست له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو د وضعیت د ارزونې په موخه تورخم ته سفر کړی و او له ټولو پانګوالو او سوداګرو یې غوښتي وو چې له افغان کډوالو سره مرسته وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه