Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران یو ځل بیا په افغانستان د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبري ناسته کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړې.

هغه زیاته کړې چې تهران په افغانستان کې د سولې او ثبات په لټه کې دی او په دغه برخه کې یې د سیمې هڅې ارزښتناکه بللي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ناصر کنعاني ویلي: « د افغانستان امنیت د ایران د اسلامي جمهوریت امنیت دی. په دې چوکاټ کې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره  د سیمه ییزو هڅو او میکانیزونو په ګټو باور لرو. د افغانستان په اړه زموږ اساسي تګلاره د داسې حکومت جوړول دي چې د افغانستان د ټول ملت استازیتوب وکړي.»

خو اسلامي امارت بیا وایي، په اوسني حکومت کې د ټولو افغانانو استازي شتون لري او له نورو هېوادونو غواړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وویل: « نور هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، د نظام څرنګوالی د افغانستان د خلکو پورې اړه لري، زموږ نظام ټولګډونه دی او د ټول افغانستان استازي په کې شتون لري.»

ورته مهال، د سیاسي چارو ځینې شنوونکي په دې باور دي چې د سرپرست حکومت په جوړښت کې باید مسلکي کسانو ته ځای ورکړل شي.

د سیاسي چارو شنونکي، عزیز معارج هم په دې اړه وویل: « په ایران کې هم ټولګډونه حکومت نشته، خو موږ ویلی شو چې افغانستان باید کار اهل کار ته وسپارل شي، نو کولای شي چې د هېواد د پرمختګ او د ستونزو د حل لپاره ګټور تمام شي.»
تر دې وړاندې، د روسیې، هند او چین په ګډون د منځنۍ اسیا او سیمې او نړۍ ځینو هېوادونو هم په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړې دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه