Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت اسلام اباد کې د سرپرست حکومت چارسمبالي احضارول رد کړل

اسلامي امارت په پاکستان کې د سرپرست حکومت د چارسمبالي د احضارولو په تړاو راپورونه بې بنسټه بللي دي.

د افغانستان سرپرست حکومت ویاند زیاته کړې چې په پاکستان کې د اسلامي امارت چارسمبالی احضار شوی نه دی بلکې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې یو پیغام ترلاسه کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: «زموږ مالومات دا دي چې زموږ سفیر صېب احضار شوی نه دی، شاید په خپله سفیر صېب هم دا ویلي وي چې احضار شوی نه دی خو یو پیغام زموږ سفارت ته رسېدلی چې بهرنیو چارو وزارت ته هم استول شوی دی چې څیړنې پرې کیږي.»

تر دې مخکې، یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې د پاکستان لپاره د اسلامي امارت چارسمبالی د خیبر پښتونخوا په بنو کې د څو ورځې مخکیني برید په تړاو د اسلام اباد له لوري احضار شوی دی.

د دغو راپورونو پر بنسټ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت له چارسمبالي غوښتي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک د جلا شوې څانګې، مشر حافظ ګل بهادر ونیسي او اسلام اباد ته یې وسپاري.

د سیاسي چارو شنونکي، سید مقدم امین و ویل:  «باید دا مستندسازي شي او له قانوني مجراوو تعقیب شي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له سند سره یو ځای دا موضوع وسپارل شي او له هغې لارې باید دا ډ‌ول قضیې تعقیب شي.»

د سیاسي چارو شنونکي محمد متین محمد خیل و ویل: «هغه هېوادونه چې د افغانستان په تړاو اندېښمن دي باید د ډیپلوماټیکو لارو یې غوښتنې و څېړل شي او څه چې مشروع او د شریعت مطابق وي ورته د پای ټکی کېښودل شي.»

اخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغان خاورې دغه هېواد ته پیښېدونکي ګواښ، اسلام اباد اندېښمن کړی دی.

هغه د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې دا ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوڅ و ویل: «په لومړي ګام کې باید هغه څه تکرار کړم چې مخکې مې هم ویلي و، پاکستان هغو امنیتي ګواښونو ته اندېښمن دی چې سرچینه یې له افغان خاورې ده.موږ پر دې باور یو چې د سپټمبر د شپږمې د چترال پیښې په ګډون له افغانستان سره پر پوله نورې وروستۍ امنیتي پیښې، ترهګرو ته جرأت ورکوي او له همدې امله د افغانستان د لنډمهالي حکومت د چارواکو لپاره مهمه ده چې دا ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.»

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د روانې اونۍ د یک شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا د بنو ښار په بکاخیل سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید، چې پکې دوه ملکیان وژل شوي او لس نور ملکیان او درې نظامیان ټپیان دي، یو افغان او د حافظ ګل بهادر د ډلې غړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه