Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران له اسلامي امارت غوښتي چې د کډوال راستنېدو ته شرایط برابر کړي

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي دم‌ګړۍ په دغه هیواد کې نږدې پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

احمد وحیدي غیرقانوني افغان کډوالو ته د ایستل کېدو خبردارې ترڅنګ له اسلامي امارت غوښتي چې افغانستان ته د دغو کډوالو د ورتګ لپاره شرایط برابر کړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر، احمد وحیدي و ویل: «زموږ شمیرې ښیي چې پنځه میلیونه کسان دي، د کارونو له اړخه د دوی کارونه تعقیب کیږي. دا کډوال دوه ډوله ده، یو هغه چې قانوني اسناد نه لري چې باید بېرته هېواد ته ستانه کړای شي.»

له دي سره سم، د ریاست الوزراء اداري مرستیال له هېوادوالو او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې هېواد ته له راستنېدونکو کډوالو سره مرستې وکړي.

عبدالسلام حنفي زیاتوي، چې تر اوسه له ۴۰۰ زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي و ویل: «زموږ هېوادوال چې د ټولو ملي او نړۍوالو نورمونو خلاف له ګاونډیو هېوادونو ایستل شوي هېواد ته رارسېدلي دي او د اسلامي امارت په وس ټول خدمتونه ورته رسېدلي دي.»

د کډوالو د حقونو فعال، محمدخان طالبي محمدزي و ویل: «ایران کې افغان کډوال د قانوني اسنادو نه لرلو له امله له ستونزو سره مخ کیږي.»

بل خوا د اقتصاد وزارت سرپرست او د کډوالو لپاره د مرستو جلب او جذب کمېټې مسوول د اروپايي ټولنې له مشرې سره لیدلي او ډاډ يې ورکړی، چې له افغان راستنېدونکو کډوالو سره به ۱۴۳ میلیونه یورو بشردوستانه مرسته وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه