Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اندېشه: زلزلې او د کډوالو ایستنې د افغانستان بشري وضعیت سخت کړ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازي افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

نصیر احمد اندېشه د هرات وروستۍ زلزلې او له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره ایستل په افغانستان د بشري وضعیت د خرابېدو لاملونه یاد کړي دي.

 په ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازي، نصیر احمد اندېشه وویل: « د افغانستان څه باندې نیمايي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او د بې ځایه شویو او همداراز د طبیعي پېښو او د اقلیم د بدلون له امله د ځای پر ځای کېدو بهیر هم روان دی. په هرات ولایت کې وروستیو زلزلو د پام وړ تلفات اړولي او ورسره ډېر کورونه هم ویجاړ شوي دي. د هرات زلزله ځپلو ته د رسېدنې په برخه کې نیمګړتیاوې د دې ښودنه کوي چې، طالبان دغه ډول پېښو ته د رسېدو ظرفیت نه لري او همداراز د نړۍوالو غبرګون هم نیمګړی وو. له دغې زلزلې وروسته له پاکستانه د افغانانو د جبري ایستلو بهیر هم پیل شو. تر اوسه شاوخوا ۴۰۰ زره افغانان له پاکستانه را اېستل شوي او په منځنۍ کچه هره ورځ  ۵ زره افغانان له پاکستان هېواد ته اړول کېږي.»

د کډوالو چارو کارپوه، علي رضا کریمي وویل: «اوسنی وضعیت دردونکی دی ځکه په افغانستان کې خلک له بېکارۍ، د روغتیایي متخصصینو نه شتون او د زده کړو فرصتونو له کمښت سره مخ دي. موږ له اسلامي امارته غواړو چې د کډوالو اړوندو سازمانانو سره ناستې وکړي.»     

اندیشه دغه راز ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ راهیسې، په زرګونه په کار پوه افغانان د هېواد د پرېښودو په حال کې دي.

په ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازي، نصیر احمد اندېشه وویل: « د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې، زرګونه متخصص او په کار پوه کسان د افغانستان د پرېښودو په حال کې دي. د افغانستان پر دغه حرفه يي ځوانانو میلیونونه ډالره پانګونه شوې ده. موږ باید په هېواد کې د وضعیت له بدلېدو وروسته افغانستان ته د هغوی د بېرته ستنېدو لپاره کار وکړو.»

د اسلامي امارت ویاند بیا وايي، هڅې روانې دي چې، له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو  افغانانو ته په ښه توګه رسېدنه وشي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه وویل: «د هغه کسانو لپاره به کاري زمینه برابریږي چې زده کړې یې کړي دي، تخصص لري او د هېواد لپاره کار کولی شي. موږ اوس د هېواد د پرمختګ په بېلابېلو برخو کې بوخت یو.»

د راپورونو له مخې، په پاکستان، ایران او ترکیې کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کېږي او هره ورځ  زیات شمېر دغه افغانان په جبري توګه بېرته هېواد ته را اړول کېږي.

شریک یي کړئ