په متحده عربي امارتو کې د اقلیمی بدلون د ۲۸ غونډې د جوړیدو سر هم مهاله د چاپیریال ساتنې ملي اداره په دغه غونډه کې د افغانستان د استازې پر نه حضور نیوکه کوي.
د دغې ادارې د اقلیم بدلون برخې رییس وايي، دغې ادارې بشپړ چمتووالی نیولی و چې په غونډه کې له ګډون سربیره به د اقلیم بدلون اړوند د افغانستان د اړتیاو په اړه خبرې کوي.
د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د اقلیم بدلون رییس، روح الله امین طلوع نیوز ته و ویل: «د اقلیمي بدلون د مالي پروګرامونو څخه د یو شاته پاتي او زیان منوونکي هېواد په توګه افغانستان عملا له دا ډول فرصتونو محرومیږي. دا ډل محرومول به د اقلیمي بدلون برخه کې د نړۍوالو تړونونو پلي کېدل ځنډني کړي او خنډ به رامنځته کړي.»
د چاپیریال ساتنې ځینې متخصصین بیا وايي، په دغه غونډه کې د افغانستان نه حضور به د افغانستان لپاره د اقلیم بدلون په برخو کې ډيرې منفي اغېزې ولري.
د اقلیم بدلون او چاپیریال ساتنې متخصص، سید محمد سلیمان خېل و ویل: «دا ډول کنفرانسونو کې د افغانستان نه بلل کېدل په دې مانا دي چې په افغانستان کې به د اقلیمي بدلون اغیزې لا زیاتې شي، افغانستان کې به بشري ناورین لا پسې سخت شي او د خوړو کمښت ترڅنګ به پر طبیعي زېرمو ناندرۍ زیاتې کړي.»
د کابل پوهنتون د چاپیریال ساتنې پوهنځي رییس، محمد داوود شېرزاد و ویل: «زموږ لګښت باید نوره نړۍ ماته راکړې ، د کاربن مارکېټ برخه کې هم پر نړۍ حق لرو چې د اقلیمي بدلون اغیزو کمولو برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.»
په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون د کنوانسیون د ۱۹۸ غړو هېوادونو، د ځينو هېوادونو د ولسمشرانو، د خصوصي سکټور، د ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې د دوه او څو اړخیزو مالي بنسټونو او رسنیو څه باندې ۷۰ زره استازو ګډون کړی چې د ډسمبر تر دولسمې به دوام وکړي.