بهرنیو چارو وزارت وایي، چین بلال کریمي د اسلامي امارت رسمي سفیر په توګه منلی دی.
یاد وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي، چې بلال کریمي د چین بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس ته خپل باورلیک ورسپارلی دی.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «بلال کریمي بیجینګ کې رسما د اسلامي امارت په توګه معرفي شو او انشا الله چې خدمت به هم کوي او دا د رسمیت پیژندنې برخه کې یو نیک ګام دی.»
د سیاسي چارو ځینې شنونکي بیا د چین له لوري د اسلامي امارت د لومړني سفیر منل د نورو هېوادونو او کابل ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره ګټور بولي.
د نړۍوالو اړیکو شنونکي، واحد فقیري و ویل: «د چین او اسلامي امارت ترمنځ اړیکې تودې شوي دي او داسې ښکاري چې چین غواړي دا اړیکې لا پسې پراخې کړي.»
پخواني ډيپلوماټ، مهدي منادي طلوع نیوز ته و ویل: «په دې پړاو کې چین د رسمي تعامل ټولې کړنې کوي خو په رسمي توګه یې اعلان نه دی کړی.»
تر دې مخکې، د سرپرست حکومت رییس الوزرا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په کابل کې د چین د سفیر ژائو شنګ باور لیک منلی و.