Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نوې ډیلي کې د افغانستان سفارت بېرته فعال شو

هند کې د افغانستان سفارت فعالیت هلته پر دنده ډیپلوماټانو لخوا یو ځل بیا پیل شو.
 حیدراباد کې د افغانستان جنر کونسل سید محمد ابراهیم خیل وايي، هغه او ذکیې وردک چې په ممبی کې د افغانستان جنرل کونسله ده، د هند حکومت د غوښتنې پر بنسټ په نوې ډيلي کې د سفارت کونسلي چارې پر غاړه اخیستې دي.

په حیدراباد کې د افغانستان جنرل کونسل، محمد ابراهیم خېل و ویل: «موږ د هند بهرنیو چارو وزارت ته راغلو او لکه څنګه چې دوه میاشتې مخکې موږ ویلي وو چې ډیلي کې د افغانستان سفارت نه تړل کیږي، له موږ یې وغوښتل چې د کونسلګریو ترڅنګ په سفارت کې هم کونسلي چارې پر مخ یوسو.»

ځینې پخواني ډیپلوماټان هم په هند کې د کونسلي خدمتونو بیا پیلېدل هلته د میشتو افغانانو ستونزو ته د رسېدو په موخه ګټور بولي.

پخواني ډيپلوماټ، عزیز معارج طلوع نیوز ته و ویل: «داسې اړیکې جوړې شي چې د سیمې او هند او افغانستان له قضیو لرې نه وي او دا د افغانستان ترڅنګ هند کې د مېشتو افغانانو په ګټه هم دی.»

بل پخواني ډيپلوماټ، نور الله راغي په دې اړه و ویل: «هندیان هڅه کوي چې افغانستان کې خپل پوځي حضور ته ادامه ورکړي او اسلامي امارت سره خپل تعامل ډېر کړي.»

له دې سره سم، اسلامي امارت وايي، په هند کې د افغانستان په سفارت کې د ځینو ستونزو د حل په برخه کې ډير پرمختګ هم شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «پرمختګونه شوي دي خو سیاسي شرایط د دې اجازه نه ورکوي چې عملي ګامونه واخیستل شي، که عملي ګامونه واخیستل شي د بهرنیو چارو وزارت له لوري به یې اعلان کړو.»

تر دې مخکې، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په نوې ډيلي کې د افغانستان د سفارت د بیا پرانیستې خبر ورکړی و او ویلي یې و چې په حیدراباد او ممبي کې د اسلامي امارت کونسلګرۍ فعالې او افغان کډوالو ته کونسلي خدمتونه وړاندې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه