Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان کې د زېږدلیو افغانانو د ایستنې څېړلو په اړه غونډه وشوه

د پاکستان سترې محکمې د بشري حقونو فعالانو غوښتنې پر بنسټ، هلته د زېږېدلیو او د ستنېدو پرمهال زیانمنوونکو افغانانو د ایستلو بهیر پر درولو غونډه کړې ده.

د بشري حقونو فعالانوپه خپله لومړۍ غونډه کې وویل، چې د افغان کډوالو اېستل د دغه هیواد د لنډمهالي حکومت له صلاحیته لوړه خبره ده.

د پاکستان د لاهور د عالي محکمې قاضۍ، عایشې مالک و ویل: «پاکستان د کډوالو د حقونو د ملاتړ په تړاو د ملګرو ملتونو د کنوانسیونونو یو لاسلیک کوونکی دی او دغه هیواد د دغو کنوانسیونونو پر رعایت مکلف دی.»

د پاکستان د سترې محکمې د دغې غونډې په تړاو اسلامي امارت هم ورته نظر لري.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «موږ هم غواړو چې افغانان بېرته خپل هېواد ته راوګرځي خو د هغو نېول، ځورول او د مالونو نېول یې قانوني کړنه نه ده او په هر هېواد کې چې وي باید مخه یې ونېول شي.»

له بلې خوا، د پاکستان ډان ورځپاڼه وایي چې، د پېښور محکمې د جمعې په ورځ د هغو ۱۰۹ افغانانو د اېستلو د بهیر د درولو غوښتنې ته مثبته رایه ورکړه چې مېرمنې یا یې مېړونه د پاکستان دي.

محکمې دغه راز هغو افغانانو ته چي له پاکستانيانو سره یي ودونه کړي دي، د تذکرې د ورکړې د اسانتیا برابرېدل هم تصویب کړي دي.

له بلې خوا یو شمېر افغان کډوال چې له پاکستانه په جبري ډول اېستل شوي، د خپل ژوند له ستونزو سر ټکوي.

 له پاکستانه اېستل شوي افغان و ویل: « هلته په پاکستان کې له موږ سره ډېر ظلمونه وشول، جایدادونو او هرڅه یې راڅخه ضبط کړل.»

 له پاکستانه اېستل شوي افغان څرګنده کړه: «هلته [پاکستان] راته مشکل ډېر و، کور په کور چاپې وې، او د عزت له خاطره خپل وطن ته راغلو.»

په همدې حال کې د اروپا کمیسیون د بنسټیزو خدمتونو د پیاوړتیا او د زیانمنونکو افغانانو او کډوالو د ژوند د خوندیتوب په موخه د نږدې ۱۴۳میلیونه یورو په ارزښت د مالي مرستو یوه نوې بسته تصویب کړه.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافېرې، رافایلا ایوډېس و ویل: «نن زه دلته راغلې یم چې د افغانستان د خلکو د لومړنیو اړتیاوو لپاره ۱۴۳ میلیونه یورو اضافي پیسې اعلان کړم. دغه پيسې به د هغو کډوالو او هغو کسانو د ملاتړ لپاره هم ولګول شي چې تازه هېواد ته راستانه شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره يوه مياشت کې له پاکستانه ګڼ کډوال هېواد ته راستنېدو ته اړ شوي او د پاکستان دغه اقدام له سختو کورنيو او بهرنيو غبرګونونو سره مخ شوى دى.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تازه شمېرو پر بنسټ، له پاکستانه څه باندې څلور سوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه