افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي وایي، چې اقیمي اغېزې او فشارونه لاهم د میلیونونه افغانانو ژوند اغېزمنوي.
د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي چې افغانستان کې د نورو طبیعي پېښو ترڅنګ د تېرو دوو کلونو زلزلو د خوړو نه خوندیتوب ناورین سخت کړی دی.
یوناما په یوه خبرپاڼه کې د روزا اوتنبایوا په حواله لیکلي: «نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د پرلپسې وچکالۍ، اقتصادي فشارونو او په تېرو دوو کلونو کې د دوو مرګونو زلزلو په ګډون د نورو طبیعي پېښو له امله د خوړو د نا امنۍ له ناورین سره مخ دي. موږ هیله من یو چې افغانستان د دې غونډې په راتلونکې پړاو کې ګډون ولري.»
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس، روح الله امین و ویل: «که چیرې نیمه کاره پروژې بیا پیل شي او افغانستان ته شین څراغ ورکړ شي، د سیلابونو او وچکالۍ ترڅنګ د نورو ناخوالو په کنټرول کې به چې د اقلیمي بدلون له امله رامنځته کیږي مثبت ګام وي.»
بلخوا اسلامي امارت وایي، سره له دې چې افغانستان د اقلیمي بدلون په مسأله کې ونډه نه لري خو د دې ښکارندې قرباني شوی او پر هېوادونو لازمه ده، چې په دې برخه کې د سیاسي مسایلو له په پام کې نیولو پرته له افغانستان سره مرسته وکړي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: « له بده مرغه هغه هېوادونه او بنسټونه چې د اقلیمي بدلون د اغیزو مدیریت برخه کې کار کوي دا موضوع یې هم سیاسي کړې ده، دوه کاله کیږي چې اسلامي امار ته په دې غونډو کې بلنه نه ورکول کیږي نو دا په دې مانا ده چې افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغیزو ته توجه نه ده شوې.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون غونډه د دغه سازمان د اقلیمي بدلون د کنوانسیون د ۱۹۸غړو هېوادونو د استازو او د یو شمېر هېوادونو د مشرانو، خصوصي سکټور، د ملګرو ملتونو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو مالي بنسټونو او مدني ټولنې د استازو په ګډون په دوبۍ کې پېل شوې ده.