Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د ترکیې سفیر: افغانستان د نشه یي توکو پر وړاندې جدي مبارزه کوي

په کابل کې د ترکیې سفیر د نشه یي توکو پر وړاندې د سرپرست حکومت د جدي مبارزې ستاینه کوي.

جنګ اونال طلوع نیوز ته ویلي چې په یوه هېواد کې د نشه یې توکو شتون په نړۍ کې نورو هېوادونو ته هم ګواښ ګڼل کیږي. 

په کابل  کې د ترکیې سفیر، جنګ اونال وایي:« افغانستان اوس د نشه يي توکو پر وړاندې جدي مبارزه کوي او موږ د هغو د کمښت شاهدان وو، لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو راپور ښيي، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو تولید ۹۵ سلنه کم شوی دی، او له نشه يي توکو سره مبارزه یوازې د دغه هېواد مسوولیت نه دی بلکې د هېوادونو ګډې مبارزې ته اړتیا لري.»

د ترکیې دغه ډیپلوماټ زیاتوي چې کابل په ځینو برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري او انقره به په دغو برخو کې له کابل سره همکاري وکړي.

جنګ اونال د انقرې او کابل ترمنځ د ښو اړیکو د دوام په اړه وایي: « اوس افغانستان په ځینو برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري او ترکیه هم په دې برخه کې خپل مسوولیتونه ترسره کوي.»

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم وویل: « موږ له ترکیې سره تاریخي اړیکې لرو، افغانستان او ترکیه د ورور په شان دوه هېوادونه دي، ولسونه یې سره وروڼه دي، د تاریخي اړخه ډېر نږدیوالی لري له یو بل سره. حکومت د خلکو د نظرونو په استازولۍ له ترکیې سره ښې اړیکې لري او د لا ښه کېدو په حال کي دي.»

تر دې وړاندې د ټولیز امنيت د تړون د غړو هېوادونو ځينو استازو د دغه سازمان د بهرنيو چارو، دفاع او امنيت شورا د دارالانشا د کمېټې په ګډه غونډه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له افغانستانه د نشه يي توکو پر قاچاق اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو، چې اوس هم له افغانستانه نشه يي توکي نورو هېوادونو ته قاچاق کیږي.

خو ملګرو ملتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د سرپرست حکومت د هڅو ملاتړ کړی دی.

شریک یي کړئ