Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لوړو زده کړو وزارت: د تحصیلي نصاب بیا کتنه ۷۰ سلنه بشپړه شوې

لوړو زده کړو وزارت وايي، د هېواد پر تحصیلي نصاب د بیا کتنې چارې تر ۷۰ سلنې مخته تللې دي.

که څه هم څه باندې دوه کاله کېږي چې د تحصیلي نصاب د بیاکتنې کار وروستی شوی نه دی، خو اوس د لوړو زده کړو وزارت وايي، د دغه نصاب د بیاکتنې او پراختیا کارونه په چټکۍ سره روان دي.

د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رییس، عبدالرووف فراهي و ویل: «په دغو پوهنځیو کې طبي، کمپیوټر ساینس، زراعت، انجنیري، سیاینسي لکه کیمیا، فزیک، بیالوژي، ټولنیزې اوژورنالیزم پوهنځی دی، چې د ځینو د بیاکتنې او انکشاف کار وروستۍ شوی، د یو شمېر بیا نیمايي کار پاتې او د ځینو د بیاکتنې کار نوی شروع شوی دی.»

د عبدالرووف فراهي د شمېرو له مخې، په څه باندې ۱۰۰ پوهنځیو د بیاکتنې کار روان دی، ۷۳ پوهنځیو نصاب وروستی شوی او د ۳۵ نورو پوهنځیو د نصاب بیاکتنې چارې پاتې دي.

د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رییس، عبدالرووف فراهي و ویل: «د تحصیلي نصاب بیاکتنې او پراختیا هدف دا دی چې نصابونه توحید او تجدید شي او په نصاب کې دیني او ملي ارزښتونه او نړیوال معیارونه په پام کې ونیول شي.»

د پوهنتونونو ځینې استادان او زده کړیالان وايي، چې تحصیلي نصاب ته باید د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ بیاکتنه وشي.

زده کړیال، محمد انور بهیر طلوع نیوز ته و ویل: «په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې ډېر پخوانی نصاب تطبیق کېږي او موږ له لوړو زده کړو وزارته غواړو چې د نصاب بیاکتنه په دقیق ډول وکړي.»

زده کړیال، عبیدالله سروري څرګنده کړه: «موږ د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا لپاره د لوړو زده کړو وزارت له اقدامه هرکلی کوو او په دې برخه کې باید جدي هڅې وشي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست حکومت کابینې ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارلې، ترڅو د پوهنتونونو او ښوونځیو نصاب د بیاکتنې چارې چټکې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه