که څه هم د نوي اساسي قانون د جوړیدو په اړه تازه خبر نشته، خو اسلامي امارت وایي، چې په افغانستان کې قانون شته او هیواد د قانونې کېدو په لور روان دی.
د اسلامي امارت ویاند، که څه هم د قانون جوړېدل یوه اړتیا ګڼي خو د اساسي قانون رامنځته کېدل یې یوه کوچنۍ برخه بولي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: « داسې نه ده چې هېواد مو د قانون نه لري. قانون شته دی، اجراات شته دي، البته په ټول هېواد کې شرعي قانون د پلي کېدو وړ دی، او یوه کوچنۍ برخه یې چې اساسي قانون ورته ویل کیږي، چې د نظام جوړښت او څرنګوالی بیانوي، پرې کار روان دی.»
خو یو شمېر حقوق پوهان بیا د اساسي قانون پر جوړېدو ټينګار کوي او وايي د یوه حکومت لومړنی مسوولیت د اساسي قانون جوړول دي.
حقوق پوه، عبدالشکور دادرس په دې اړه وویل: « لومړۍ دنده دا ده چې باید قانون ولري او د قانون حاکمیت هم ولري، دوی دې د قانون په چوکاټ کې خپل مسوولیتونه معلوم کړي. زه له دوی څخه پوښتنه کوم چې تاسو یا کشفي ارګانونه او یا نور ارګانونه د کومو سلاحیتونو په اساس سزا ورکوي.»
تر وړاندې د اسلامي امارت ویاند پر اساسي قانون د کار له دوامه خبر ورکړی و خو ویلي یې و چې د اسلامي امارت لومړيتوب، راستول شویو کډوالو ته رسېدنه، حکومتولي او د هېوادوالو د اقتصادي وضعیت ښه والی دی.