Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

استرالیا له خپلو وګړو وغوښتل چې افغانستان ته سفر ونه‌کړي

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان ته سفر ونه‌کړي.

دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه کار دلیل د پلازمېنې په ګډون په ټول هېواد کې د پراخو بریدونو ګواښ ګڼلی دی.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«د کابل په ګډون د ټول افغانستان په کچه، د دوامدارو ترهګریزو بریدونو خورا زیات ګواښ موجود دی. ترهګر د بهرنیو سازمانونو په ګډون، د بهرنيو وګړو، نادولتي سازمانونو او بشرپالو عملیاتو نښه کولو ته دوام ورکړی دی. د اسټرالیايي وګړو په ګډون، بهرني وګړي هم د تښتول کېدو یا نیول کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي. په افغانستان کې یو اسټراليايي چارواکی هم نشته او هلته د مرستې په موخه زموږ کونسلي او د پاسپورټ اړوند خدمتونه هم ډېر محدود دي.»

خو اسلامي امارت وايي، افغانستان امن او امان دی او د بهرنیو وګړو پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ نشته.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«په افغانستان کې د هېچا لپاره خطر نشته. د ځينو هېوادونو وګړو ته د سفر بندیز سم نه‌دی، موږ وینوو چې افغانستان ته هرڅوک تګ‌راتګ کوي او چا ته هېڅ ډول ګواښ نشته په ځانګړې توګه بهرنیو وګړو ته چې د قانوني پړاونو له کچ کولو او ویزې له اخیستو وروسته راځي.»

له دې سره سم، د نظامي چارو ځينې شنوونکي پر دې باور دي چې اسلامي امارت باید د بهرنیو وګړو د اندېښنو د لېرې کولو لپاره د ټول هېواد په کچه د بشپړ امنیت ډاډ ورکړي.

د پوځي چارو شنوونکی محمد متین محمدخېل وايي:«زموږ وینه هم سره ده؛ نو دغه اندېښنه چې هغوی یې لري او اسناد یې راټول کړي له اسلامي امارت سره باید شریک کړی وای چې بنسټیزه ستونزه وپېژندل شي او د هغې مخنیوی وشي.»

د پوځي چارو بل شنوونکی صادق شینواری هم څرګندوي:«د اسلامي امارت او د کشفي او استخباراتي بنسټونو، یو له مسوولیتونو او مکلفیتونو دا دی چې د بهرنیو وګړو، ډپيلوماټانو او سفارتونو امنیت تامین کړي.»

د اسټرالیا سربېره، جرمني، روسیه او فرانسه بیا درې نور هغه هېوادونه دي خپلو وګړو ته یې خبرداری ورکړی چې د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته له سفره ډډه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه