د پوهنې وزارت په تېرو دوو کلونو کې د سرپرست حکومت له لوري په ټول هېواد کې د ۲۰۰ نویو ښوونځيو له رامنځته کېدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت په وینا، د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د ټول هېواد په کچه ۲۰۰ نوي ښوونځي تاسیس شوي او د ۹۷۲ نورو ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوې دي.
د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رییس منصور احمد حمزه په دې هکله وايي:«د پوهنې وزارت د زدهکړو متوازنې ودې ته په پام سره غواړي چې د هېواد په هره څنډه کې زدهکوونکو ته د ښوونیزو خدمتونو زمنیه برابره کړي او هغه ښوونځي چې ودانۍ نهلري او یا بیارغونې ته اړتیا لري د پوهنې وزارت هڅه کوي چې دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي.»
ورته مهال ځینې زدهکوونکي د ښوونځي د ودانۍ له نشتوالي او د ښوونکو له کموالي شکایت کوي او وايي د ازموینو پر مهال هم په پرانیستې فضا کې د خاورو پر سر ناست وو.
زدهکوونکې فرشته وايي:«هغه ژمنې چې له موږ سره د څوکۍ، مېز او ښوونکي په برخه کې له موږ سره شوې دي تراوسه پوره شوې نهدي؛ موږ چې درس وایوو دلته په ژمني کې سوړوالی او په اوړي کې یې تودوخه موږ ته زیان رسوي.»
یو شمېر ښوونکي چې په دغه ښوونځي کې په رضاکاره توګه زدهکړې ورکوي، وايي، د مناسبې فضا نشتوالي زدهکوونکي له زدهکړو زړه توري کړي دي.
رضاکار ښوونکی حکمت الله څرګندوي:«ډېری دلته له مجبوریته راځي او ډېریو زدهکوونکو ښوونځی پرېښی او اوس په بازار کې کار کوي، ځکه چې هغوی دا فکر لري چې د زدهکړو هېڅ قدر نشته.»
د ګذر وکیل نور ولي هم وايي:«دغه ښوونځی په تېر حکومت کې رسماً جوړ شو چې له هغې ډلې موږ ته یې دوه ښوونکي راکړل او هغه ښوونکي تراوسه دلته درس ورکوي او کابو ۶۰۰ تر ۷۰۰ زدهکوونکي لرو.»
تر دې مخکې، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې چارسمبالې د پوهنې وزارت له سرپرست سره په کتنه کې ویلي و چې اروپايي ټولنه به د ټول افغانستان په کچه د ۴۰۰ ښوونځيو د بیارغونې مالي ملاتړ وکړي.
په دې اړه مو اندونه