د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د پاکستان په ګډون څلورو هېوادونو ته د خپل سفر د نوي پېر له پېله خبر ورکوي.
ښاغلي وېسټ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه سفرونه د ډسمبر له ۵ تر ۱۵ مې نېټې پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر هېوادونو ته کېږي.
توماس وېسټ همدارنګه لیکلي چې د دغه سفر موخه د امریکا له مهمو شریکانو سر لیدل او پر بېلابېلو مسایلو له هغې ډلې پر سیاسي، امنیتي او بشري مسایلو په تړاو خبرې اترې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي لیکلي:«له مهمو شریکانو سره پر ګډو امنیتي ګټو، د کډوالو د خوندیتوب او بیا مېشتېدنې، بشري اړتیاوو، بشري حقونو او اقتصادي مسایلو خبرو ته په تمه یم.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد بیا پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر ته د توماس وېسټ د سفر په اړه داسې نظر لري:«افغانستان له هېوادونو سره خپله غواړي ښې اړیکې جوړې کړي او دا چې امریکا به توماس وېسټ ته د سفر څه ډول اجنډا برابره کړي وي دا د دوی کار دی.»
بل خوا د سیاسي چارو ځينې شنوونکي د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سفر د روان وضعیت لپاره ګټور بولي.
د سیاسي چارو شنوونکی حمیدالله هوتک وايي:«کهچېرې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی پاکستان ته ځي نو هیلهمن یم چې افغانستان ته هم راشي او د پاکستان اندېښنې د افغانستان له حکومت سره شریکې کړي، ترڅو پاکستان ته ځواب ورکړل شي.»
د سیاسي چارو شنوونکی زلمی افغانیار هم څرګندوي:«د توماس وېسټ سفرونه چې استخباراتي دي او د امریکا د ګټو لپاره ترسره کېږي او په پاکستان کې افغان کډوال دي چې له سختو ستونزو سره مخ دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه