Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وحیدي: غیر قانوني کډوال به افغانستان ته ستانه کړل شي

د ایران د کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا ویلي، هغه افغانان چې په غیر قانوني توګه په دغه هېواد کې اوسېږي باید خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

که څه هم احمد وحیدي د چا نوم نهدې اخیستی خو ویلي یې دي چې، دښمن غواړي د افغانانو او ایرانیانو ترمنځ د جګړو په رامنځته کولو سره افغان ځپنې ته لمن ووهي.

هغه دغه راز ویلي، د قانوني کډوالو لپاره هم پروګرامونه لري.

احمد وحیدي زیاته کړه: « طالبان دلته راغلي وه، ورته مو وویلی چې تاسو زمینه برابره کړئ، تر څو دوی( افغان کډوال) ستانه شي، بالاخره هر څوک باید خپل ژوند ته وګرځي، تاسو باید کاري زمینې ورته برابرې کړئ دغو ستنېدونکو ته، او دوی وویل چې موږ ته یو څه اندازه وخت راکړئ.»              
    
 د کډوالو د حقونو فعاله، اصفه ستانکزۍ وایي: « هېوادونه او بېلابېل بنسټونه باید د افغانستان کورني وضعیت په پام کې نیولو پرته له هغو کډوالو سره چې مرستو ته اړتیا لري، خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.»   
ورته مهال، یو شمېر افغان کډوال په ایران کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له ناسم چلنده شکایت کوي. دوی وایي، چې د دغه هېواد دولت افغان کډوال ځوري او وروسته یې په جبري توګه را باسي.

په ایران کې افغان کډوال، مسلم ستانکزي د افغانانو له بده وضعیته داسې وویل: « په ایران کې کډوال په دوه برخو قانوني او غیر قانوني برخو ویشل شوي دي، چې غیر قانوني کډوال د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي او قانوني کډوال هم له ډېرو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.»

په ایران کې یو بل افغان کډوال، ذبیح‌الله محزون هم وویل: « په ایران کې کډوال د بیکارۍ سره مخ دي او هغه کسان چې د ایران حکومت قانوني اسناد نه لري نو په همدې دلیل د تابعیت له حقونو لکه کور لرل، ښوونځي ته تلل او سفر کولو محروم دي.»           
     
خو اسلامي امارت د ایران په ګډون له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې افغان کډوال ونه ځوروي.      
         
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه وویل: « هغه هېوادونه چې افغان کډوال په کې اوسیږي، باید ورته فرصت ورکړ شي او دویم دا چې دغه کډوال دې په داسې حال کې راوګرځول شي چې د هېوادونو اړیکې پر خپل ځای پاتې شي او دغه راز له کډوالو سره ظلم او زیاتې ونشي.»

تر دې وړاندې هم د ایران ځینو رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه