د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي چې د افغانستان د وضعیت په تړاو اوږدمهاله حل لار باید د افغانستان د وګړو له لوري چې په کوردننه او بهر دي، وړاندې شي.
ښاغلي بېنټ د محافظهکاره دوستانو له بنسټ سره په خبرو کې یو ځل بیا د هغه څه له امله چې د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو نقض یې بولي، نیوکه کوي او وايي چې سرپرست حکومت باید د ښځو او نجونو د حقونو د نقض په هکله نړۍوالې ټولنې ته ځواب ویونکی وي.
د هغه په باور په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو او ښځو حقونه په سیسټماټیک ډول نقض شوي دي.
ریچارډ بېنټ ویلي:«کله چې د نجونو او ښځو د وضعیت په اړه خبرې کېږي، زه ډاډه یم ټول هغه کسان چې له دې ډلې سره یو ځای کېږي، پوهېږي چې طالبانو د نجونو او ښځو پر وړاندې سیسټماټیک تبعیض پېل کړی او د هغوی ځپلو ته یې دوام ورکړی. تر ټولو بد یې دا چې هغوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه هم ځنډولي دي. هغوی همدا راز د نجونو او ښځو د کار ساحه هم محدوده کړې ده.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په دغې مجازي غونډه کې ویلي چې سرپرست حکومت باید ځواب ویونکی وي:«فکر کوم چې افغانستان باید په نړۍواله کچه ځواب ورکوونکی وي. موږ تر دې مخکې د جنايي جرمونو نړۍوالې محکمې ته نغوته کړې چې پوهېږو د افغانستان په تړاو یې خپل څېړنې پېل کړې دي.
خو شاید د جنسیتي عدالت لپاره نورې لارې چارې هم وي، د بېلګې په توګه موږ جنسیت ته اشاره کړې. له همدې امله نورې لارې هم شته، لکه د امنیت شورا چې د بندیزونو او تحریمونو واک لري او د بشري حقونو شورا چې د لا زیات متقاعد کولو صلاحیت لري.»
خو اسلامي امارت د بشري حقونو د ځانګړې راپور ورکوونکي د څرګندونو په غبرګون کې وايي، په هېواد کې د ښځو حقونه خوندي دي او اوس مهال ۲۳ سلنې ښځې په بیلابیلو ادارو په کار بوختې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوعنیوز ته وايي:«له بدهمرغه د بېنټ راپورونه تل مغرضانه وي او واقعیتونه یې په پام کې نهدي نیولي؛ د بېلګې په توګه یادونه یې کړې چې ښځې حذف شوې په داسې حال کې چې داسې نهده. دمګړۍ د اسلامي امارت حکومت په دستګاه کې ۲۳٫۴۰ سلنه فعالې دي او کار کوي او ځينې هم نهدي توانېدلي چې کار وکړي، معاش یې ورکول کېږي.»
د ښځو د حقونو چارو فعاله ثریا پيکان هم په دې هکله څرګندوي:«د طالبانو حکومت تراوسه چمتو نهدی چې د ښځو د حقونو، د ټولنیزو مسایلو، د ښځو د کار او زدهکړو په هکله پرېکړه وکړي.»
تر دې مخکې نورو هېوادونو هم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت له امله اندېښنه څرګنده کړې، هغه مورد چې سرپرست حکومت تل هغه بېځایه بللې ده.