د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د پنجشنبې په ورځ په یوه پروګرام کې ویلي چې د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل د اسلامي امارته د خلکو او ځينو هېوادونو ترمنځ د واټن ډېرېدو یو له اصلي لاملونو څخه دی.
ښاغلي ستانکزي د هغو زدهکوونکو او زدهکړیالانو د فراغت په غونډه کې چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ملاتړ یې تحصیلي سندونه ترلاسه کړي، وايي، له پوهنې پرته ټولنه تیاره ده او یو ځل بیا یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو پر پرانیستې ټينګار وکړ.
شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي:«دا د هر چا حق دی، طبیعي حق یې دی چې الله او رسول یې ورته ورکړی، هغه حق یې دی چې طبیعت او ټولنې ورکړی، څنګه کېدای شي چې څوک دا حق واخلي. کهچېرې څوک دا حق واخلي، د افغانانو او د دغه هېواد د خلکو پروړاندې ښکاره تېری او ظلم دی. هڅه وکړئ چې د زدهکړو دروازې د ټولو پر مخ پرانیزئ، نن زموږ یوازینۍ ستونزه چې له خپل هېواد یا له ګاونډي او له نړۍ سره یې لرو، پر زدهکړو دی او کهچېرې نن زموږ هېواد له موږ واټن واخلي، له موږ ناراحته کېږي یا له موږ ګله لري، هغه هم پر دغې زدهکړو دی.»
ګډونوال حمیدالله هوتک هم څرګندوي:«دا هېواد یوازې په امارت هم نه جوړې او یوازې په جمهوریت هم نهجوړېږي. یوازې په حکومت مطلب مې دا دی کهچېرې ولس د حکومت تر شا ولاړ وشي هر څه کولای شي.»
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست بیا وايي، هغه ځوانان یې زدهکړو ته را جلب کړي چې په لرې پرتو سیمو کې اوسي او ښوونځي ترې لېرې دي. هغه زیاتوي چې د عصري او دیني زدهکړو ترمنځ هېڅ ډول واټن نشته.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري وايي:«فاصله حقیقت نهلري فاصله نشته، د امارت تر قیادت لاندې چې نن کومه روزنه په افغانستان کې ده، والله اعظیم خپل تن وینې خو به له تاسو جار کړم، ستاسو د بهبود او تربیت لپاره.»
عباس ستانکزی داسې مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو پر پرانیستې ټینګار کوي چې د څه باندې دوو کلونو راهیسې یې د بیرته پرانیستل کېدو په تړاو هېڅ خبر نشته.
په دې اړه مو اندونه