Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اصف دراني ا.ا د افغانستان په خاوره کې «ټي‌ټي‌پي» ته پر ځای ورکولو تورن کړ

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني پر اسلامي امارت تور پورې کړی چې په افغانستان کې یې پاکستاني طالبانو تحریک ته یې ځای ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د ډیورنډ فرضي کرښې په شاوخوا کې د دوی په بریدونو کې تر ۶۵ سلنې ډېروالی راغلی دی.

نوموړي همداراز ادعا کړې چې، په روان کال کې د پاکستان د طالبانو د تحریک له ۲۴ ځانمرګو بریدونو ۱۴ هغه یې د افغانانو کار وو.

اصف دراني ویلي:«د ډيورنډ فرضي کرښې په شاوخوا کې د پاکستان د طالبانو د تحریک په بریدونو کې ۶۵ سلنه ډېرښت راغلی دی. په روان کال کې د ځانمرګو په بریدونو کې بیا ۵۰۰ سلنه ډېروالی راغلی چې په مجموع کې له ۲۴ بریدونو ۱۴ یې د افغانانو له لوري ترسره شوي دي.»

له دې سره سم، د پاکستان د لنډ مهالي حکومت لومړي وزیر انوارلحق کاکړ ویلي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د پاکستان د طالبانو د تحریک په تړاو په رسمي توګه خبرې نه‌دي شوي.

نوموړي همداراز په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو د پاتې نظامي تجهیزاتو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

زیاتوي:«له افغان حکومت سره د پاکستان د طالبانو د تحریک په تړاو خبرې نه‌دي شوي او د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې زموږ دریځ مشخص دی موږ دغه ډله د پاکستان د امنیت دوښمن ګڼو.»

خو اسلامي امارت یو ځل بیا ډاګه وايي، دې ته اجازه نه‌ورکوي چې، افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«افغانستان د هغه کسانو لپاره نه دی چې د پاکستان پر ضد یا د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي. موږ په دې هکله جدي یوو او هېچا ته اجازه نه‌ورکوو چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد استفاده کړي.»

د چارو ځينې شنوونکي د پاکستان دغه ادعا د افغانستان د سرپرست حکومت پر وړاندې غیر مسوولانه اقدام ګڼي.

د سیاسي چارو شنوونکی معین ګل څمکنی وايي:«پاکستان تل یوه طریقه خپله کړې چې پر اسلامي امارت سیاسي فشار راوړي او دا یې د افغان کډوالو پر ایستلو پورې تړلې ده چې دا ټولې پلمې دي، فکر نه‌کوم چې ټي‌ټي‌پي دې زموږ وي.»

تر دې مخکې د پاکستان ځینو نورو چارواکو هم ادعا کړې چې، د پاکستان د طالبانو تحریک په افغانستان کې پناه ځای لري؛ خو دغه ډول ادعا تل د اسلامي امارت له لوري په کلکه رد شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه