Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال څخه مخکې د جنګي جنایتونو د څېړنې غوښتنه

د بښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال څخه مخکې د جنګي جنایتونو غوښتنه وکړه.

دغه سازمان همداراز له لاهې محکمې غوښتي څو په وینا یې هغه جنګي جنایات چې، له ۲۰۲۱ کال مخکې په افغانستان کې د طالبانو او نورو هېوادونو له لوري ترسره شوي، په خپلو کاري لومړیتوبونو کې راولي.

د بښنې نړۍوال سازمان د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي چې، د جنګي جنایتونو د قربانیانو لپاره د عدالت بهیر باید چټک شي.

د بښنې د نړۍوال سازمان د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«د جرایمو نړۍواله محکمه باید په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو مخکې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو قربانیانو لپاره د عدالت د اجرا کېدو په موخه د طالبانو او نورو هېوادونو له لوري ترسره شوي جنګي جنایتونه په لومړیتوب کې راولي او دغه بهیر چټک هم کړي.»

د بښنې نړۍوال سازمان څېړونکی زمان سلطاني طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ د دې غوښتونکي یوو چې د سزا نړۍواله محکمه په افغانستان کې جنګي جنایتونو څېړلو ته لومړیتوب ورکړي او د هغو څېړنو په هکله چې یو کال مخکې یې پېل کړې دي، معلومات ورکړي چې دغه څېړنې څېرته رسېدلي دي.»

اسلامي امارت بیا وايي، د جرمونو نړۍواله محکمه باید په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له لوري جنایتونه په کره توګه وڅېړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد څرګندوي:«هغه جنایتونه چې ښکېلاک ګرو هېوادونو په افغانستان کې ترسره کړي، ځواکمن هېوادونه دي، دغه نړۍوال بنسټ نه‌شي کولای چې هغوی ځواب ویلو ته حاضر کړي، نو پر دې بنسټ موږ له دغه بنسټه هیله‌نه‌لرو؛ خو که‌چېرې ولیدل شي بې پرې دي، پرې خبرې کوو.» 

د چارو ځينې شنوونکي بیا د بښنې د نړۍوال سازمان د دغې غوښتنې په تړاو بېلابېل لیدلوري لري.

د پوځي او سیاسي چارو شنوونکی سلیم پیګیر د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«که‌چېرې محکمه غواړي چې دغه ټول جنایتونه وڅېړي او عاملان یې محاکمه کړي، باید له امریکا یې پېل کړي؛ خو له بده مرغه امریکا هغه هېواد دی چې خپل کس بهرنۍ او نړۍوالې محکمې ته نه سپاري.»

تر دې مخکې ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د برېټانیايي سرتېرو د جنګي جنایتونو په تړاو یو راپور خپور کړی وو او په‌کې یې ویلي وو چې، د ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۳ کلونو پورې ځانګړو برېټانوي ځواکونو په هلمند کې په خپلو عملیاتو کې لږ تر لږه ۸۰ افغانان وژلي وو.
د دغه راپور له‌مخې، یوازې یوه برېټانوي سرتېري په هلمند کې په خپل شپږ میاشتني ماموریت کې ۳۵ افغانان وژلي وو.

شریک یي کړئ