Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوبو او انرژۍ وزارت د ټاپ (TAP) پروژې ته چمتووالی ښودلی

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبدالطیف منصور د ترکمنستان د انرژۍ د نړۍوالو پروژو له رئیس سره په کتنه کې وایي چې د ټاپ (TAP) نړیوالې او نورو پروژو  د پلي کولو لپاره چمتو دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د ترکمنستان د انرژۍ د نړۍوالو پروژو رییس هم د ټاپ او د برېښنا رسولو د نورو نړۍوالو پروژو پلي کولو لپاره د خپل هېواد چمتووالی ښودلی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع الله عابد طلوع نیوز ته وویل: « د اوبو او انرژۍ وزارت مشرتابه د ټاپ پروژې د بشپړولو لپاره د چمتووالي تر څنګ د ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره د د دغې پروژې د عملي کولو لپاره پر همغږۍ ټینګار کوي او په هرات ولایت کې د نورالجهاد سب سټیشن کار هم په چټکۍ سره روان دی او د ژمي تر راسېدو یې کار بشپړ کیږي او ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.»

له دې سره سم، د ترکیې ۷۷ او زولرستان شرکتونو هم د اسلامي امارت په بین الوزارتي غونډه کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲ اعشاریه ۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحه وړاندې کړې ده.

د برېښنا شرکت پخواني رییس، امان الله غالب په دې اړه وویل: « هغه پروژې چې په ترکمنستان کې دي او افغانستان هم اوس ترې برېښنا اخلي له درې مزو ( هرات، اندخوی او د مزار د شبرغان) دي، هغه برېښنا چې افغانستان یې له ترکمنستانه واردوي ډېر ښه کیفیت لري.»

ورته مهال، د اقتصادي چارو ځينې شنونکي بیا وايي، افغانستان خپله ډېره برخه وارداتي برېښنا له ګاونډيو هېوادونو پېري او د هېوادونو د مسوولینو تر منځ د همغږۍ د زیاتوالي لپاره دغه ډول غونډې اغېزناکې بولي.

د اقتصادي چارو شنونکي، فردوس بهګزین وویل: « باید ډېره هڅه وشي ځکه چې زموږ کارخونې چې هره ورځ توکي تولیدوي، برېښنا ته اړتیا لري او په دې برخه کې دې ډېره پاملرنه وشي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت، د ریاست الوزرا اقتصادي کمیسیون ته په دې وروستیو کې د برېښنا د پراختیا یوه پنځه کلنه طرحه وړاندې کړې ده.

د دغه پلان له مخې به د برېښنا د کوچنیو او سترو بندونو ۲۰۰ پروژې، د کانالونو د جوړولو پروژې او د برېښنا د لېږد او وېش پروژې چې څلور میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، په پنځو کلونو کې عملي شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه