د دوحې دوه ورځنۍ غونډه چې په پام کې ده د ډسمبر پر لسمه جوړه شي، پر لومړۍ ورځ یې په افغانستان کې نجونو د زده کړو پر موضوع بحث وشي.
په دغه غونډه کې افغانستان د بشري او ښځو حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې او د پوهنې پخونۍ وزیرې ترڅنګ د زده کړو ځینې افغان فعالان هم خبرې کوي.
ګرافیک : په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه د دوحې غونډې د اجنډا یوه برخه، «د زده کړو په برخه کې مو راتلونکي نسل ته هیله مندي ده. د تاریخ په اوږدو کې، علم پر ولسونو، د معیارونو پر لوړتیا، د نوښتونو پر دودولو او د ټولنیز پرمختګ په دودولو اغېز کړی دی. خو په افغانستان کې د زده کړو په برخه کې په ځانګړې توګه د ښځو د زده کړو په برخه کې دغه پرمختګ ته لاسرسی له ناکامۍ سره مخ دی.»
که څه هم اسلامي امارت د دغې غونډې د جوړېدو په تړاو څه نه وايي، خو تر دې مخکې یې غوښتنه کړې وه چې د افغانستان په تړاو جوړېدونکو غونډو ته باید د اسلامي امارت استازی ور وغوښتل شي.
د بشري حقونو د چارو ځينې فعالان او سیاسي شنونکي بیا د دا ډول غونډو د ارزښت په تړاو داسې لیدلوري لري.
د ښځو د حقونو چارو فعالې، ثریا پیکان طلوع نیوز ته و ویل: «د افغانستان په تړاو بحثونو کې به ښکاره ده چې له زده کړو د نجونو او ښځو محرومېدل دي، خو دا چې د دې ستونزې حل لار څه ده او عملي پلان به څه وي دا د افغانستان خلکو او سرپرست حکومت اړوند موضوع ده.»
د نړۍوالو اړیکو شنونکي، واحد فقیري و ویل: «په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو حق تلف شوی دی، د تعلیم او تحصیل دروازې تړل شوي دي، د کار څخه محرومې شوي دي. نو افغانان د دوحې ناستې په ګډون له ټولې نړۍوالې ټولنې غواړي چې د افغان مېرمنو مساله د خپلې اجنډا په سر کې کیږدي او پر دې مساله ټینګار وکړي.»
په دغه غونډه کې به د افغان نجونو د زده کړو برخه د شخړې او بشر دوستانه مطالعاتو په همکارۍ ترسره شي او د دغې غونډې په نورو برخو کې به، چې د سوریې، یمن او اوکراین ناورینونو او د اقلیم بدلون موضوعات دي، و څېړل شي.