Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوهنې وزارت د بشر حقونو څار بنسټ راپور رد کړ، د ښوونې بهیر یې بې تعصبه بللی

د پوهنې وزارت د بشري حقونو د څار بنسټ رد کړ او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان د زده کړو بهیر د قومي، ژبني او مذهبي اړیکو او تعصب پرته مخ ته روان دی.

د دغه وزارت ویاند وايي، هېواد نجونو او هلکانو ته د باکیفیته زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د پوهنې وزارت ویاند، منصور احمد حمزه طلوع نیوز ته و ویل: «د کیفیت په اړه دوی ویلي دي چې د زده کړو کیفیت ټیټ شوی دی، د پوهنې وزارت په دې برخه کې یو لړ اقدامات ترسره کړي او اوس ښوونکي په اسانه توګې خپلې زده کړې ترلاسه کوي.»

دغه وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې یې د ټول هېواد په کچه نږدې دوه میلیونه نوي شاملېدونکي زده کوونکي راجستر کړي او د مسلکي زده کړو په برخه کې یې بیا نږدې ۲۰ زره ښوونکي جذب کړي دي.

د پوهنتون استاد، محمد جاهد مشتاق و ویل: «که موږ دا ډول ښوونکي جذب کوو موږ په حقیقت کې ټولنې ته ډاکټران، انجینران او نور متخصصان وړاندې کوو.»

له دې سره سم، د پاکستان د اسلامي علماو د جمعیت حزب مشر د پاکستان لپاره د برېټانیا له سفیرې، جین ماریوت سره په کتنه کې د بیلابیلو موضوعاتو سربیره د افغان نجونو د زده کړو په تړاو هم خبرې کړې دي.
مولانا فضل الرحمان په دغه کتنه کې د افغان نجونو د زده کړو ملاتړ کړی دی.

د سیاسي چارو شنونکي، محمد اجمل زرمتي و ویل: «دې ستونزې باید یوه قانوني او حقوقي حل لار ولټول شي، ځکه یو هغه مساله چې موږ یې له رسمیت پېژندنې لرې کړي یو همدا زده کړې دي.»

تر دې مخکې بیا د بشري حقونو څار بنسټ د یوه راپور په خپرولو سره ادعا کړې وه چې یو شمېر ښځینه ښوونکې له دندو ګوښه شوي او له زده کوونکو سره له تاوتریخوالي ډک چلن کیږي او د زده کړو په برخو کې یې د هلکانو د حقونو د نقض خبره هم کړې وه.

د بشري حقونو څار بنسټ د یوه راپور په خپرولو سره ادعا کړې وه چې یو شمېر ښځینه ښوونکې له دندو ګوښه شوي او له زده کوونکو سره له تاوتریخوالي ډک چلن کیږي.

تصویر بندانگشتی

د پوهنې وزارت د بشري حقونو د څار بنسټ رد کړ او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان د زده کړو بهیر د قومي، ژبني او مذهبي اړیکو او تعصب پرته مخ ته روان دی.

د دغه وزارت ویاند وايي، هېواد نجونو او هلکانو ته د باکیفیته زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د پوهنې وزارت ویاند، منصور احمد حمزه طلوع نیوز ته و ویل: «د کیفیت په اړه دوی ویلي دي چې د زده کړو کیفیت ټیټ شوی دی، د پوهنې وزارت په دې برخه کې یو لړ اقدامات ترسره کړي او اوس ښوونکي په اسانه توګې خپلې زده کړې ترلاسه کوي.»

دغه وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې یې د ټول هېواد په کچه نږدې دوه میلیونه نوي شاملېدونکي زده کوونکي راجستر کړي او د مسلکي زده کړو په برخه کې یې بیا نږدې ۲۰ زره ښوونکي جذب کړي دي.

د پوهنتون استاد، محمد جاهد مشتاق و ویل: «که موږ دا ډول ښوونکي جذب کوو موږ په حقیقت کې ټولنې ته ډاکټران، انجینران او نور متخصصان وړاندې کوو.»

له دې سره سم، د پاکستان د اسلامي علماو د جمعیت حزب مشر د پاکستان لپاره د برېټانیا له سفیرې، جین ماریوت سره په کتنه کې د بیلابیلو موضوعاتو سربیره د افغان نجونو د زده کړو په تړاو هم خبرې کړې دي.
مولانا فضل الرحمان په دغه کتنه کې د افغان نجونو د زده کړو ملاتړ کړی دی.

د سیاسي چارو شنونکي، محمد اجمل زرمتي و ویل: «دې ستونزې باید یوه قانوني او حقوقي حل لار ولټول شي، ځکه یو هغه مساله چې موږ یې له رسمیت پېژندنې لرې کړي یو همدا زده کړې دي.»

تر دې مخکې بیا د بشري حقونو څار بنسټ د یوه راپور په خپرولو سره ادعا کړې وه چې یو شمېر ښځینه ښوونکې له دندو ګوښه شوي او له زده کوونکو سره له تاوتریخوالي ډک چلن کیږي او د زده کړو په برخو کې یې د هلکانو د حقونو د نقض خبره هم کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه