Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له شپږم ټولګې فارغې نجونې او ناڅرګند برخلیک ته د هغوی اندېښنې

د افغانستان په سړو ولایتونو کې د تعلیمي کال له پای سره سم د شپږم ټولګي هغه ښځینه زده کوونکو هم کال پای ته ورساوه چې نه پوهېږي راتلونکی کال به ښوونځي ته ځي او که نه.

زهرا او زینب چې خویندې او ټولګېوالې د شپږم ټولګي د خپلو وروستیو ورځو او له خپلو ټولګیوالو او ښوونکو سره د وروستیو لیدو کتو کیسې کوي.

د شپږم ټولګي زده کوونکې، زهرا طلوع نیوز ته و ویل: «خواشینې وو ځکه زموږ ازموینې پای ته ورسېدې او اووم ټولګي ته نشو تللی، په وروستی ورځ مو له خپلو ټولګیوالو او ښوونکو سره خدای په اماني وکړه. دا ډېره خواشینونکې ده چې نور دې ټولګیوال و نشې لېدلی، ما شپږ کال په ډېره ښه توګه ښوونځی لوستی او نه غواړم چې اوس په کور کېنم.»

د شپږم ټولګي زده کوونکې، زینب و ویل: «د ښوونځي وروستی ورځ مو ډېره خواشېنونکې وه، ټولو ټولګیوالو مو ژړل ځکه نشي کولی اووم ټولګې ته لاړې شې، ښوونکو هم ژړل ځکه نور خپل زده کوونکي نه شي لېدلی.»

د دغو زده کوونکو کورنۍ د خپلو اولادونو پر زده کړو د ټينګار ترڅنګ له سرپرست حکومته غواړي چې ماشومان یې له زده کړو منعه نه کړي.

د زهرا او زېنب پلار، محبوب الله و ویل: «موږ نه غواړو چې نور په ستونزو کې و اوسو یا مو ماشومان په ستونزه کې وي. له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو د ښوونځیو ستونزه حل کړي.»

که څه هم اسلامي امارت له شپږم ټولګي پورته زده کوونکو د زده کړو په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ویلي و چې هڅه کوي له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د ښځو د حقونو په چارو کې فعالې، پلوشې پیوندي و ویل: «له بده مرغه اوس په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو حق نه لري په داسې حال کې چې اوس په نړۍ کې ټولو ټکنالوژۍ ته مخه کړې ده.»

څه باندې ۸۰۵ ورځې کیږي چې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شوي او دا هغه موضوع ده چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال یې له اسلامي امارته د ولس او نورو هېوادونو د واټن اصلي لامل بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه