Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سرفراز بوګټي ادعا؛ ۹۰ سلنه کډوالو پاکستان په خپله خوښه پرېښی

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سرفراز بوګټي له رسنیو سره په مرکه کې وایي چې له دغه هېواده د ناقانونه کډوالو د ایستلو له ضرب الاجل راهیسې څه باندې ۴۸۲ زره کسان له دغه هېواده ایستل شوي دي.

سرفراز بوګټي زیاتوي چې له پاکستانه د کډوالو د ایستلو په برخه کې د وهلو ټکولو او ناوړه چلند په تړاو رپوټونه حققیت نه‌لري او ۹۰ سلنه ناقانونه کډوالو په خپله خوښه دغه هېواد پرېښی دی.

ښه ویلي:«تر دې دمه د وتلو کسانو شمېر ۴۸۲ زره کډوالو ته رسېدلی، چې د پاکستان له بېلابېلو پولو اړول شوي دي او په دې لړ کې ویلای شو چې د دغه شمېر ۹۰ سلنه په خپله خوښه تللي دي.»

ښاغلي بوګټي دغه راز ټینګار کړی، چې دوی شاوخوا ۱۰ افغانان چې د ګوندونو په فعالیتونو کې یې برخه اخیستې، پېژندلي او ډېر ژر به یې وباسي.

سرفراز بوګټي څرګنده کړه:«نږدې ۱۰ کسان په ګوته شوي چې په سياسي فعاليتونو کې يې لاس درلود، د دا ډول کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی او د هغوى د ایستلو بهیر دوام لري. د ټاکنو وخت دی، نو که څوک د کډوالۍ کارت، ویزه، سوداګریزه ویزه، سیاحتي ویزه او یا کوم بل سند ولري؛ خو په پاکستان کې په سیاسي فعالیتونو کې ښکېل وي، نو له دې ځایه به و ایستل شي.»

 بل پلو، په پاکستان کې ځينې افغان کډوال وايي چې افغان کډوال له دغه هېواده د پولیسو په ناوړه چلند سره ایستل شوي دي.

په پاکستان کې افغان کډوال جاوېد ابرار وايي:«هغه کډوال چې اوس اوس له پاکستانه خېل هېواد ته ستانه شوي، په جبر بېرته افغانستان ته استل شوي دي؛ ځکه د پاکستان پولیسو د هغوی پر کورونو چاپه وهله، هغوی یې بندیان او وهل ټکول.»

په پاکستان کې افغان کډوال ملک اول شینواری هم څرګندوي:«ډېری افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي او ځينې هم چې له نېټې وروسته پاتې وو، پولیس د هغوی کورونو ته ولاړل، د هغوی نوملړ یې واخیست او د تورخم له لارې یې هغوی هم هېواد ته ستانه کړل.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد  په دې اړه داسې نظر لري:«هغه افغانان چې په پاکستان کې دي، د پاکستان په هېڅ کار او کورنۍ موضوع کې لاسوهنه نه کوي او دا یو ناسمه اندېښنه ده چې له بده مرغه ارزول شوې نه‌ده او موږ هغه ردوو.»

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره یوه میاشت کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر تل له سختو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی او اسلامي امارت د پاکستان دغه اقدام د ټولو بشري قوانینو  پرخلاف بللی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه