د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پاکستان ته د هغه دوه ورځنی سفیر ګټور و.
ښاغلي وېسټ د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني، د پوځ له لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر او د افغانستان لپاره د پاکستان له استازي اصف دراني سره د امنیتي ننګونو په ځانګړې توګه د ټيټيپي د ننګونو او د افغان کډوالو د ساتنې په تړاو خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا استازي لیکلي:«زه له یوه رغنده دوه ورځني سفر وروسته له اسلام اباده ولاړم. په دې موده کې مې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني، د پوځ له لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر او د افغانستان لپاره د پاکستان له استازي اصف دراني سره د پاکستاني طالبانو له امله د امنیتي ننګونو او دغه راز د افغان کډوالو ساتنې په تړاو خبرې وکړې.»
ښاغلي وېسټ دغه راز زیاته کړې ده، چې واشنګټن په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د اسلام اباد تر څنګ ولاړ دی.
د سیاسي چارو ځينې کارپوهان د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي دغه سفر د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ځینو ستونزو د حل په برخه کې اغېزناک نهبولي.
د سیاسي چارو شنوونکی سلیم پيګیر طلوعنیوز ته وايي:«توماس وېسټ چې د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره لیدنې د کډوالو په هکله وې، په ځانګړې توګه هغه کډوال چې د امریکا کېس لري او له شک پرته د افغانستان او ټيټيپي مسایلو په هکله بحث لرلی دی.»
خو اسلامي امارت وايي چې دا خبرې په هېواد کې د روان وضعیت د بدلون په برخه کې ګټورې نه دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوعنیوز ته وايي:«د کډوالو ایستل په هغه ډول چې ترسره شول، ناقانونه وو او کهچېرې بیا هم وایستل شي موږ چمتووالی لرو چې هغوی ځای پر ځای کړو او دا چې امریکا په دې برخه کې څه کولای شي، زما په نظر کوم ستر کار به ونهشي کړای.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ډسمبر له پنځمې تر ۱۵مې پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر ته د خپل سفر د پیلېدو خبر ورکړی و.
په دې اړه مو اندونه