د ډسمبر پر نهمې چې له اداري فساد سره د مبارزې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده ویلي چې د دغه وزارت په ادارو کې د فساد کچه صفر ته رسېدلې ده.
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل زیاته کړې چې نړۍوالو بنسټونو له فساد سره د دغه ادارې له مبارزې ستاینه کړې ده.
د مالیې وزارت ویاند له فساد سره د مبارزې په نړۍواله ورځ وویل:«د دغه وزارت په ټولو ادارو کې فساد صفر ته رسېدی. د مالیې وزارت له فساد سره مبارزه کړې او په دې برخه کې زموږ لاسته راوړنه د رسنیو او مهمو نړۍوالو بنسټونو له خوا ستایل شوې ده.»
بل پلو، د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي له فساد سره د لا مبارزه لپاره د متخصصو او ژمنو کسانو پر ګومارلو ټينګار کوي. دغه شنوونکي زیاتوي چې له اداري فساد سره مبارزه د هېواد پر اقتصادي نظام د ملي باور لامل کېږي.
د اقتصادي چارو شنوونکی محمد شاکر یعقوبي وايي:«له فساد سره مبارزه د کسب او کار چاپېریال پاکوي، له رڼو قوانینو او عدالت محورۍ څخه ډاډ ورکوي او دغه ډاډ د ډېرو پانګونو د جلب لامل کېږي. بلخوا له فساد سره مبارزه پر اقتصادي نظام دولت باندې عمومي باور زیاتوي.»
د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالظهور مدبر څرګندوي:«اهل کار پر هغه چار د تطبیق وړ دی چې په چارو کې تخصص او د چارو د اجرا ژمنتیا ولري. یعنې په هره کچه چې کسان ژمن وي په څوکیو دې وګومارل شي، اداري فساد کمېږي.»
د ډسمبر لسمه د ملګرو ملتونو له لوري له فساد سره د مبارزې په نوم نومول شوې ده او پر دې ورځ د نړۍ له هېوادونو غوښتل کېږي چې له فساد سره د مبارزه په چاره کې هڅه وکړي.