د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په وروستیو درېیو میاشتو کې له ایرانه څه باندې ۳۴۵ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه کړای شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان راشد په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د تلې له لومړۍ نېټې د لیندۍ تر ۱۷مې نېټې ۳۴۵ زره کډوال ایستل شوي؛ له هغوی سره د اسلامي امارت له لوري هرې کورنۍ ته تر ۱۰ زرو افغانیو مرسته شوې ده.»
محمد یوسف او مطیع خان د کار د نشتوالي له امله هېواد پرېښی و او ایران ته یې پناه وړې وه چې اوس د ایراني ځواکونو له لوري بېرته هېواد ته را اړول شوي دي. دوی وایي چې ایراني ځواکونو د نیولو پرمهال ورسره نامناسب چلند کړی دی.
را ایستل شوي کډوال محمد یوسف وویل:«دلته بېکاري وه، ایران ته ولاړم هلته په قاچاقي لارې ولاړو، په لاره کې یې موږ ووهلو په کار یې هم ونه نیولو او بویتلو بندیان یې کړو.»
را ایستل شوی کډوال فتح خان هم څرګندوي:«موږ یې ونیولو او ډېر یې ووهلو؛ موږ یې ډېر ووهلو اړ شو چې بېرته راشوو.»
اخوا،ځينې نور کډوال چې تازه له ایرانه هېواد ته راستانه شوي، له اسلامي امارته غواړي چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
را اېستل شوی کډوال احمدالله وايي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي، همدلته موږ ته د کار زمینه برابره کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د خراسان رضوي امنیه قوماندان ویلي هغه افغانان چې له اسناد پرته ایران ته ورځي او یا پخوا دغه هېواد ته ورغلي، له دغه هېواده به وایستل شي.
په دې اړه مو اندونه