د سویس په کوربتوب د افغانستان په تړاو د امنیت شورا غونډه د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي سینرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې او افغانستان د مسایلو په اړه هم خبرې شوې دي.
پر بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله هېډر بار د دغې غونډې د جوړېدو په هکله وايي:«د امنیت شورا غړو د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو په اړه غونډه جوړه کړه، چې کم شمېر ښځو پهکې ګډون درلود، خو موږ اوس هم په دغه بهیر کې د روڼتیا له نشتوالي اندېښمن یو. دا د تړلو دروازو تر شا د امنیت شورا درېیمه غونډه ده چې لومړۍ یې له ځانګړي همغږي کوونکي او دویمه یې د امنیت شورا له غړو سره وه.»
خو اسلامي امارت وايي، افغانستان ته باید د یوه فرصت په سترګه وکتل شي او نور هېوادونه باید د افغانستان پر وړاندې ونه درېږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، په دغو غونډو کې د ډيپلوماټيکو اړیکو اړوند کومه هیله مندي نشته.
ښاغلی مجاهد څرګندوي:«د وضعیت خرابول، د افغانستان د حالت خراب ښودل، چې الحمدالله اوس د ښهوالي په لور روان دی، دا سیمه پایله نهورکوي او له دغو غونډو همدارنګه هیله نشته چې هغوی ملاتړ وکړي او ډپيلوماټيکې روزنې پرانیستل شي.»
ورته مهال، د بشري حقونو او د سیاسي چارو ځينې شنوونکي بیا له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل مهم بولي.
د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«کهچېرې په افغانستان کې د ښځو حقونه د نورو اسلامي هېوادونو په څېر د زدهکړو او کار په برخه کې تامین شي، د افغانستان ډېری شخړې به حل شي. ایا سرپرست حکومت کولای شي چې دا ترسره کړي که نه؟ پوښتنه دلته ده.»
د ښځو د حقونو چارو فعاله تفسیر سیاه پوش هم څرګندوي:«نورو غونډو د افغانستان د خلکو لپاره پایلې نهلرلې، د دې په هیله چې دغه غونډه وکړای شي، د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستو او همدارنګه د ټولو افغانانو حقونو ته د پاملرنې لامل شي.»
تر دې مخکې، د دوحې فورم په یوه برخه کې په افغانستان کې له زدهکړو د نجونو د منعه کېدو په تړاو بحث وشو او دا غوښتنه وشوه چې په افغانستان کې باید پر زدهکړو پانګونه وشي.
په دې اړه مو اندونه