Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا پر خپلو چارواکو د امریکا له لوري بندیزونه ناعادلانه وبلل

تر هغې وروسته چې د امریکا د ماليې وزارت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي او د علومو د اکاډمۍ رییس فرید الدین محمود په افغانستان کې د بشري حقونو په نقض کې د رول لرلو له امله د سفر او ویزې بندیزونه ولګول، اوس په دې تړاو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت غبرګون وښود.

د دغه وزارت مرستیال دلته د "عامه اذهانو فکري سمون ادبي او فرهنګي غونډه" تر سرلیک لاندي برنامه کې وايي، د امریکا دا فشارونه او بندیزونه اسلامي امارت له خپلو موخو نه شي په شا کولی.

د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت مسلکي او د پالیسۍ مرستیال محمد فقیر محمدي په دې هکله وايي:«موږ دغه بندیزونه په کلکه غندو او وايو چې دغه بندیزونه اسلامي امارت او امربالمعروف او نهې عن المنکر له خپلو موخو نه‌شي لرې کولای، هغه موخې چې اسلامي امارت یې لري په نږدې راتلوونکي کې به یې ولري.»

د یاد وزارت چارواکي همداراز د منکراتو مخنیوی او د ټولنې اصلاح د سرپرست حکومت دنده بولي او زیاتوي، چې حجاب یو شرعي امر دی او ښځې يې باید مراعت کړي.

د دوی په خبره، د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو راهیسې په هېواد کې د نجونو جبري واده کول، په بدو کې ورکول، د نجونو اختطاف او د فساد مخنیوی شوی دی.

د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رییس عبدالغفار سباوون څرګندوي:«له اخلاقي فساد او فحشا مخنیوی، د نجونو د تښتونې مخنیوی، د جادوګرانو راټولول او زموږ لخوا عدلي او قضايي بنسټونو ته ورپېژندل شوي.»

ورته مهال، د ازموینو ملي ادارې رییس عبدالباقي حقاني په دې غونډه کې وايي، په تېرو ۴ لسیزو کې په علمي ډګر کې ستونزې وي، چې له امله يې هېواد له بربادۍ سره مخ شوی دی.

ښاغلی حقاني، زیاتوي، افغانان په دیني او عصري ډګر کې د علم کمی لري او باید دې ستونزې ته جدي پاملرنه وشي:«اوس هم په دواړو ډګرونو کې د علم کمی لرو، په دیني او عصري ډګر کې د علم کمی لرو، که‌چېرې په عصري ډګر کې زموږ اړتیاوې پوره وای، د روسانو پر وړاندې مقابلې څلوېښت کاله وخت نه‌نیوه.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې اروپایي ټولنې هم د سترې محکې د رییس او د پوهنې او عدلیې وزارتونو د سرپرستانو نومونه د بشري حقونو د نقض په تېره بیا له زده‌کړو د نجونو د محرومولو له امله د دې ټولنې د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه