Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خوړو نړۍوال پروګرام: تراوسه مو له نږدې ۲۸۵زره کډوالو سره مرسته کړې

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو د بهیر له پېل راهیسې دغه سازمان له ۲۸۵ زره تنو سره مرسته کړې چې په دغو مرستو کې ۱۵۶۰مټریکه ټنه خوراکي توکي او ۳٫۵ مېلیونه ډالر دي.
 
د خوړو د نړۍوال پروګرام د اړیکو مسوول ضیاالدین صافی وايي چې له ۶۰۳ زره راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره ۲۳٫۶ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
 
ښاغلی صافی وايي:«موږ په سرحد کې پر راستنېدونکو ته غني شوي بېسکویټ او نغذې پیسې وېشوو، چې وکړای شوو بنسټيزې اړتیاوې یې پوره کړو. دم‌ګړۍ موږ دغه مرستې له خپلو نورو پروګرامونو څخه اخلو.»

که څه هم ځینو بنسټونو او اسلامي امارت له پاکستانه راستانه شویو کډوالو سره مرستې کړي، خو یو شمیر دغه کډوال دغه مرستې کافي نه بولي او له مرستندویه موسسو غواړي چې نورې مرستې ورسره وکړي.

راستون شوی محمد ولي وايي:«له اسلامي امارته غواړو چې موږ ته سرپناه جوړه کړي، ځکه راکړي، موږ خوشحاله یوو په تورخم کې له موږ سره مرستې کېږي؛ خو دغه مرستې بسندویه نه‌دي.

محمد حسین په پاکستان کې له شل کاله ژوند کولو وروسته اوس هېواد ته راستون شوی او د خپل ژوند له ستونزو داسې سرټکوي.

هغه څرګندوي:«پاکستان د کډوالو لپاره ژوند ډېر ستونزمن کړی و، موږ ته یې حتا اجازه رانه‌کړه چې خپلې پیسې ولېږدوو.»

بلخوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم ډاډ ورکوي، چې کډوالو ته مرستې برابروي.

د کډوالو او راستنېدونکو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد وویل:«د اسلامي امارت له لوري هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول کېږي او همدارنګه د او ای ام موسسې له خوا هم له لس زرو زیاته مرسته کېږي. همدارنګه درملنه یې د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالۍ کمیسارۍ له لوري کېږي او همدارنګه تر وطنه یې کرایه او سفریه ورکول کېږي او هغه شپې چې هلته پاتې کېږي د ډوډۍ او درملنې په برخه کې هم مرسته کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې خبرداری ورکړی، که له پاکستانه ایستل کېدونکي کډوال لازمه سرپناه تر لاسه نه‌کړي، ښایي د سږکال په سخت ژمي کې یې ژوند له خطر سره مخ شي.
 
یو شمیر دغه کډوال دغه مرستې کافي نه بولي او له مرستندویه موسسو غواړي چې نورې مرستې ورسره وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه