د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي چې هېواد یې له اسلامي امارت سره د تعامل سیاست تعقیبوي.
ښاغلي وېسټ د دوحې د غونډې په څنډه کې له طلوع نیوز سره په خبرو کې وایي چې پر امنیتي ننګونو، بشري وضعیت او بانکي ستونزو د غور او له ترهګرۍ او مخدره توکو سره د مبارزې په موخه یې له افغانانو سره چې اسلامي امارت هم پهکې شامل دي، د تعامل تګلاره غوره کړې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو استازی وايي:«متحده ایالتونه له طالبانو سره د تعامل تګلاره تعقیبوي، زه په منظم ډول له مشرانو سره په اړیکه کې یم او موږ د ټولو ګډو ګټو، امنیتي اندېښنو، بشري وضعیت، د بانکي سکتور د ننګونو، او د ترهګرۍ او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په تړاو خبرې کړې دي او موږ د یوه هېواد په توګه پرېکړه کړې چې دغو موخو ته د رسېدو لپاره له افغانانو سره چې طالبان هم پهکې شامل دي، په تعامل کې پاتې شوو.»
ښاغلی وېسټ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستو هم ټينګار کوي:«زه فکر کوم چې دا د افغانانو غوښتنه ده، نه د بهرنیانو چې لوڼې یې ښوونځي ته ولاړې شي او پوهنتون او کار ته راستنې شي.
ډېر کله اورم چې افغانستان غواړي پر خپلو پښو ودرېږي، د دې کار لپاره افغانستان ښځینه ډاکټرانو، ښځینه نرسانو او ښځینه انجینرانو ته اړتیا لري. تاسو دا مسلکي کسان نهشئ موندلای مګر دا چې نجونو او ښځو ته د زدهکړو زمینه برابره کړئ.»
د سیاسي چارو شنوونکی سمیعالله احمدزی وايي:«امریکایان له لومړي سره له اسلامي امارت سره د تعامل غوښتونکي وو؛ خو د دوی تعامل مشروط تعامل دی او خپل شرطونه لري کهچېرې هغه ومنل شي، له اسلامي امارت سره تعامل کوي.»
بلخوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ چې د دوحې د غونډې یو ګډونوال و، طلوع نیوز ته وایي د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي چې افغانستان هېر نه کړي.
ښاغلي بېنټ په هېواد کې د ښځو د زده کړې پر مسئلې په ټينګار سره وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو مسئلې ته هم باید لومړیتوب ورکړل شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی څرګندوي:«ما د افغانستان پر اهمیت خبرې وکړې او ومې ویل چې افغانستان مه هېروئ، افغانستان شاته مه پریږدئ، بشري مسایلو ته پام وکړئ او د بشري حقونو او سیاسي مسایلو په برخه کې پرمختګ ته باید لومړیتوب ورکړل شي.»
خو د ښځو د حقونو ځينې فعالانې او سیاسي کارپوهان په افغانستان کې د وضعیت د بدلون لپاره نړۍوالې هڅې د اسلامي امارت د کړنو په بدلېدو پورې مشروطې ګڼي.
د سیاسي چارو شنوونکی ویس ناصري هم څرګندوي:«د افغانستان د خلکو په ژوند کې، په اقتصادي، سیاسي او امنیتي ژوند کې یې هېڅ بنسټيز بدلون نهرامنځته کوي تر هغې چې طالبان د نړۍ څلور بنسټيز شرطونه ونه مني او ژمنتیا ونهښي.»
د ښځو د حقونو فعاله هویدا حدیث وايي:«اسلامي امارت د افغانستان د ښځو په هکله جدي پاملرنه نهلري، او دا به په افغانستان کې ناوړه پایلې رامنځته کړي.»
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی پاکستان ته خپل سفر ته په نغوتې سره وايي چې له پاکستاني چارواکو سره یې د خبرو تمرکز په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت او د ټيټيپي پر مسئلې و.
په دې اړه مو اندونه