د تېر یوه کال په لړ کې په ټول هېواد کې د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټيټيپي ۴۰ غړي نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع طلوعنیوز ته ویلي چې کابل له ګاونډیو هېوادونو سره د ښه تعامل غوښتونکی دی، هېڅکله به اجازه ورنهکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طلوعنیوز ته وايي:«نن په افغانستان کې هېڅ ډله شتون نهلري؛ البته یو ډېر شمېر داعشیان له موږ سره اسیر دي او څه باندې ۳۵ تر ۴۰ تنه ټيټيپي هم له موږ سره اسیر دي.»
ښاغلی قانع د خپلو خبرو په یوه برخه کې وایي، هر هغه څوک یا ډله چې غواړي په هېواد کې امنیت ګډوډ کړي، پېژندل کېږي او نیول کېږي.
هغه زیاته کړه:«اسلامي امارت مکلف دی چې د خپل هېواد امنیت ونیسي او هر څوک چې په دې برخه کې ګډوډي رامنځته کړي، موږ یې مجرم ګڼو او نیسو یې. په دې برخه کې هېڅ اندېښنه نشته چې ګواکې څوک زموږ امنیت خرابوي.»
بل پلو، د نظامي او سیاسي چارو ځیني شنوونکي د کابل او اسلام اباد ترمنځ پر ښو اړیکو ټینګار کوي.
د سیاسي چارو شنووکی سلیم پیګیر وویل:«د ۴۳ کلونو په لړ کې له پاکستان سره موږ ښې اړیکې نهدي لرلې او فکر نهکوم چې له دغو نیولو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې رامنځته شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، چې هېواد یې اسلامي امارت ته د پاکستاني طالبانو د پټنځایونو په تړاو شواهد وړاندې کړي دي.
خو اسلامي امارت ویلي، که د پاکستاني طالبانو په تړاو شواهد ورته وړاندې شي نو له ځنډ پرته به اقدام وکړي.