Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوسپنې پټلۍ اداره: د خواف-هرات له رېل پټلۍ به ډېر ژر د توکو لېږد پیل شي

د هېواد د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، چې د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو چارې چې د ایران مشهد له هرات ولایت سره نښلوي، بشپړې شوي دي.

 د اوسپنې پټلۍ ادارې په خبره، له دې لارې د خواف-هرات د څلورمې برخې اړین وسایل چې څه باندې شپږ زره مټریک ټنه کیږي، لېږدول شوي او ډېر ژر به پر دې لاره د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد هم پېل شي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند، عبدالسمیع دراني وویل: « موږ د هېواد د لویدیځ زون له سوداګرو سره ناستې کړي، چې د لازم چمتووالي او لازمې همغږۍ په اړه مو خبرې کړي دي. په راتلونکو څو اوونیو کې به له دغې لارې د صادراتو او وارداتو، ټرانزیټ او د سوداګریزو توکو د لېږد شاهدان واوسو.»

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه وویل: « د اوسپنې پټلۍ یو له ډېرو ارزانه او چټکو لارو ده چې زموږ له سوداګرو سره مرسته کوي چې خپل توکي له بهره په ارزانه او په چټکۍ سره وارد کړي. موږ هڅه کوو چې د رېل پټلۍ د هېواد په بېلابېلو برخو کې فعالې شي او پراختیا پیداکړي.»

بل خوا، د افغانستان د سوداګرۍ، کانونو او صنایعو د سکټور مسوولین هم په هېواد کې د سوداګریزو فعالیتونو د ودې او پراختیا لپاره د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره د خواف–هرات د رېل پټلۍ چمتو کېدل ګټور بولي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړي مرستیال، سخي احمد پیمان وویل: « موږ هیله من یو چې د هرات-خواف د رېل پټلۍ د پرانیستې شاهدان واوسو تر څو وکولای شو په اسانه خپل کاني منرالونه صادر کړو او دغه راز په وارداتو کې به هم لګښتونه کم شي. دغه لاره به لږ تر لږه د کراچۍ د لارې لپاره یو بدیله لاره وي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس، میرویس هوتک هم څرګنده کړه: « د خواف-هرات رېل پټلۍ یو له مهمو اقتصادي پروژو ده چې د توکو لیږد په ډېر کم وخت کې ترسره کوي او خصوصي سکټور د دې هرکلی کوي.»

د اوسپنې پټلۍ ادارې د مالوماتو له مخې د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ چې د ایران له مشهده پیلېږي او د هرات د غوریانو تر روزنک تمځایه رسېږي، دوه شپېته کیلو مټره ده او د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ پر څلورمې برخې هم کار روان دی.

د افغانستان د سوداګرۍ، کانونو او صنایعو د سکټور مسوولین هم په هېواد کې د سوداګریزو فعالیتونو د ودې او پراختیا لپاره د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره د دې لارې چمتو کېدل ګټور بولي.

شریک یي کړئ