Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان د جمعیت علما مشر د شخړو د حل په موخه کابل ته راځي

اسلامي امارت هېواد ته د پاکستان د جمعیت علما د مشر د بلنې موخه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اوسنیو ستونزو حل ګڼي.

 ټاکل شوې چې مولانا فضل الرحمان په نږدې ورځو کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته راشي.

کابل ته د پاکستان د جمعیت علما د مشر دا سفر به په داسې حال کې ترسره شي چې په وروستیو میاشتو کې د کډوالۍ، ترهګرۍ او نورو مسایلو پر سر د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي:«ناسم تفکر چې ځينې وختونه یې تبلیغات کېږي چې اسلامي امارت او افغانان د پاکستان پر ضد دي یا په هغه هېواد کې ناامني په افغانستان پورې اړه لري، کولای شوو چې دغو تبلیغاتو ته په اسانۍ ځواب ورکړو او مولانا صاحب هغه شخصیت دی پیغام او موخه چې لرو، د هغه په واسطه پاکستان ته ولېږدوو.»

باورونه دا دي چې مولانا فضل الرحمن به کابل ته په خپل سفر کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي د تحریم، ترهګرۍ او ورته نورو مسایلو په تړاو خبرې وکړي.

پاکستان کې خبریال طاهر خان څرګندوي:«بله مسئله هم ده چې په اړه یې خبرې وشي هغه د ټي‌ټي‌پي مسئله ده او هیله کېږي چې خبرې اترې وشي. په تمه واوسوو چې خبرې ه دي، اسلامي امارت او مولوي فضل الرحمان څه وايي؟»

خو د پاکستان په سیاست کې د جمعیت علما اسلام ګوند رول څه دی او کابل ته به د مولانا فضل الرحمن د سفر پایلې څه وي؟

د سیاسي چارو شنوونکی سید قریب الله سادات په دې هکله څرګندوي:«د کډوالو په هکله د غیراصولي چلند په هکله، د ټي‌ټي‌پي په هکله ځينې سوالونه چې په افغانستان کې د پاکستان په هکله مطرح شوي، د پاکستان حکومت ته پیغام ورسوي هیله لرم چې مطلوبه پایله ولري.»

د چارو بل شوونکی واحد فقیری هم وايي:«زه فکر کوم چې د مولانا ماموریت د ای‌اېس ای او پاکستان په هوکړې کېږي، فکر کوم دغه ماموریت ناکامه کېږي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې نورې هم زیاتېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې پاکستان تل اسلامي امارت ترهګرو ته د ځای په ورکولو تورن کړی او د نورو هېوادونو پر وړاندې یې د افغانستان د خاورې د کارول کېدو ادعا کړې ده؛ خو اسلامي امارت تل دغه ادعاوې رد کړې دي.

شریک یي کړئ