Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قومي شخړو په حل کې د قومونو او قبایلو چارو وزارت لاسته راوړنې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اعلان کړی چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال له پیله تر اوسه، په ټول هېواد کې نږدې ۲۰۰ لويې او وړې شخړې حل شوې دي.

د دغه وزارت ویاند حمدالله فطرت وايي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د شخړو د حل لپاره کمېټې جوړې شوي او ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې د دغه وزارت له لوري ۱۰۰ نورې قومي شخړې هم هوارې شي.

ښاغلی فطرت وايي:«تراوسه ۱۹۷ قومي شخړې حل شوې او څه باندې ۱۰۰ نورې شخړې د حل او فصل په حال کې دي او هڅه کوو چې ژر تر ژره دغه قومي شخړې حل کړو.»

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند د شمېرو له مخې، په هېواد کې د قومي مخورو او دیني عالمانو پر مټ يې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو راهیسې د قومونو او یو شمېر کورنیو ترمنځ نږدې ۷۰۰ لويې او وړې شخړې چې د ځمکو او نورو موضوع‌ګانونو پر سر شوې وي حل کړي دي.

د ښاغلي فطرت په خبره، د دغو شخړو له امله څه باندې ۶۰۰ کسان وژل شوي چې اوس يې دغه دښمنۍ پر دوستۍ بدلې کړې دي.

هغه زیاته کړه:«په دې شخړو کې تر ټولو لویه شخړه په نورستان کې وه، چې په‌کې له ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي وو او په مېلیاردونو افغانۍ زیان یو بل ته اوښتی و. په ټوله کې په دغو شخړو کې ۶۸۷ کسان وژل شوي دي.»

ورته مهال د سیاسي چارو ځینې شنوونکي د قومي شخړو پر حل ټینګار کوي او وايي، د شخړو هوارول د خلکو د یووالي لپاره ګټور ګام دی.

د سیاسي چارو شنوونکی ګل محمد الدین محمدي وايي:«په کومو سیمو کې چې د خلکو یا قومونو ترمنځ دښمنۍ دي که‌چېرې د حکومت په چوکاټ کې ورته رسېدنه وشي، نو دا د دولتونو لپاره هم یوه لاسته راوړنه ده او د خلکو په ګټه هم ده.»

د سیاسي چارو شنوونکي معین ګل څمکني وویل:«که‌چېرې د قومي مخورو په مټ د شخړو حل ته همداسې دوام ورکړل شي؛ نو د خلکو ترمنځ به ستونزې حل او یووالی به نور هم مستحکم شي.»

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، د هېواد په پلازمېنه کې د قومي شخړو د هوارۍ په موخه يې یو کمېسیون جوړ شوی او د هر ولایت په کچه یوه کمېټه هم جوړه شوې، ترڅو دغه کمېسیون او کمېټې ټولې قومي شخړې حل کړي.

سخنگوی وزارت سرحدات، اقوام و قبایل به طلوع‌نیوز می گوید که از آغاز سال ۱۴۰۲ خورشیدی تاکنون نزدیک به ۲۰۰ منازعه در کشور حل شده است.

شریک یي کړئ